د ننګرهار ولایتي شورا: د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې لس ملکیان وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د ولایتي شورا غړیو ویلي، د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لس ملکیان وژل شوي دي.

د دوی په خبره چې عملیات تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۱ د کب) د خوږیاڼو ولسوالۍ «ټټنګ» سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا پر هغه کور، چې دیني مدرسه په کې وه شوي دي. دوی زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې څو حافظان او د مدرسې استادان هم شامل دي.

د ولایتي شورا د غړو په وینا، د افغان ځواکونو دا عمل د سیمې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی. په ورته وخت کې د مدرسې زده کوونکو په یو ویډیوي کلېپ کې ویلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د دوی پر مدرسه چاپه وهلې، لومړی یې تر ۱۴ کلونو د لوړ عمر لرونکو شاګردانو سترګې ورتړلې او بیا یې د دوی ترمخه وژلي دي.

خو د ملي امنیت ۰۲ قطعې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د مېشت افغان امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو سره د لیدنې په موخه روان و چې ټټنګ سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ځانګړو ځواکونو په ځوابیه برید کې مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې چې په اړه یې کره معلومات نشته.

خبرپاڼه زیاتوي، ځانګړو ځواکونو په سیمه کې د وسله والو طالبانو یو موټر بم هدف ته تر رسیدو مخکې له منځه وړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په یاده سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو او یوه دیني مدرسه چاپه وهلې چې پر مهال یې د مدرسې د یوه استاد په ګډون د قرانکریم لس تنه حافظان وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه