د خیبر جرګې وروستی پرېکړه‌لیک؛ «پاکستانی پوځ او وسلوالې ډلې دې له خیبرپښتونخوا ووزي»

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: په خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري رابلل شوې جرګې په درېیمه ورځ پر اته وېشتو مادو هوکړه کړې او په خپل وروستي پرېکړه لیک کې چې د دې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین له لوري اعلان شو د پاکستان له پوځ او د ټي ټي پي په شمول له بېلابېلو وسلوالو ډلو غوښتل شوي چې له خیبرپښتونخوا ووزي.

دا جرګه چې باید د اکتوبر پر یوولسمه پیل شوې وای د پاکستاني حکومت د مخالفت او پاکستاني سرتېرو د بريد له وجې پر خپل ټاکلي وخت پیل نشوه او نن (یکشنبه، ۲۲ د تلې) یې خپلې وروستۍ پرېکړي اعلان کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جرګې یوه پرېکړه دا اعلان کړې چې په دوو میاشتو کې دې پاکستاني ځواکونه او ورسره د ټي ټي پي په شمول نورې وسلوالې ډلې له خیبرپښتونخوا ووزي.

همدا راز، د جرګې په پرېکړه کې راغلي چې دوی خواست کوي چې په بر وطن کې دې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي.

همدا راز د جرګې په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې پر ډیورنډ کرښه دې د ۲۰۱۰ کال په شان د تګ-راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي او باید پاسپورټ نه وي.

همدارنګه ویل شوي چې د کورمې په شمول د نورو سیمو د پښتنو تر منځ د اختلافاتو د حل په موخه یوه بله لویه جرګه جوړوي او ستونزې به یې حل کوي.

له دې سره-سره ویل شوي چې برېښنا په پښتني سیمو کې تولیدېږي، له همدې وجې باید وړیا وي او یوازي په ښاري سیمو کې به پر یوه یونټ پنځه کالدارې ترې اخیستل کېږي.

همدارنګه منظور احمد پښتین وویل چې هیڅوک به هم نه پوځ او نه هم وسلوالو ډلو ته باج ورکوي او که ترې اخیستل کېږي، ټول پښتون قوم به یې تر شا ولاړ وي.

د یادونې وړ ده چې پر کمیټو د جرګې تر وېشلو او بحثونو وړاندې د جرګې ګډونوالو ته یو مستند فلم ښوول شوی و او له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ پر خلاف د جګړې له امله څومره ځاني او مالي تلفات اوښتي و، د هغو ارقام او ځيني مستندې کیسې یې ورته وړاندې کړې.

له دې مستند فلم سره سم، په تېرو شلو کلونو کې د جګړې له امله شپږ اویا زره او ۵۸۴ تنه وژل شوي، شپږ زره او ۷۰۰ کسان ژوندي ورک دي او د ځمکنیو ماینونو له امله اووه زره او ۵۸۳ کسان معیوب شوي دي.

همدا راز په دې مستند فلم کې ویل شوي و چې د جګړې له کبله ۵.۷ میلیون وګړي بې ځایه شوي او ۲.۳ میلیون وګړي لا هم بې کوره دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د چمتو شوي مستند فلم له مخې، د تېرو شلو کلونو پر مهال یو زر او ۷۳۸ پښتانه مخور حلال شوي دي.

له دې سره-سره، په مستند فلم کې په ګڼو نورو برخو کې ارقام وړاندې شوي وو او همدا راز د هغو طبیعي زېرمو په اړه هم معلومات ورکړل شول چې په پښتني سیمو کې شته دي او د پاکستاني دولت له لوري استخراجېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا چې دوی له خپلو طبيعي شتمنیو محروم کړل شوي دي او غواړي چې واک یې تر لاسه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ويلي چې که پاکستاني ځواکونه او نورې وسلوالې ډلې په دوو میاشتو کې له پښتني سیمو ونه وزي، نو دوی به لارو-چارو غور پیل کړي چې څرنګه یې په خپله وباسي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د حکومت له لوري بندیز لګول شوی او دا غورځنګ د دې هیواد ملي امنیت ته ګواښ ګڼل شوی دی.

همدا راز، د پاکستاني مرکزي او ایالتي حکومت په لومړي سر کې د خیبر د جرګې د جوړېدو اجازه نه ورکوله او د جګړې پر ډګر پاکستاني ځواکونو برید وکړ او درې تنه منتظیمن یې په ډزو ووژل.

د پاکستان د فدرالي حکومت اعلي وزیر علي امین ګنډاپور وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره تر مذاکراتو وروسته وویل چې جرګې ته اجازه ورکړل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه