د خیبر د جرګې درېیمه ورځ؛ منظور پښتین: جرګه دې پر طالبانو غږ وکړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په رابلل شوې جرګه کې د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین جرګې ته په خپلو وړاندیزونو کې ويلي چې جرګه دې پر افغان طالبانو غږ وکړي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

نن (یکشنبه، ۲۲ د تلې/۱۳ د اکتوبر) د پښتنو د قومي جرګې/محکمې درېیمه ورځ ده او ټاکل شوې ده چې نن ماښام به خپل پرېکړه‌لیک اعلان کړي.

د جرګې تر پرېکړه‌لیک وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله وینا کې وویل چې په جرګه کې تر پنځوس میلیونه د زیاتو پښتنو استازي موجود دي او د دې خلګو د هرې ولسوالۍ استازی دې پر طالبانو غږ وکړي چې نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې طالبان دې روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي، ځکه چې د نوموړي په وینا د افغانستان هر کړکېچ مستقیم پر پېښور هم اغېز کوي.

منظور احمد پښتین همدا راز جرګې ته وړاندیز کړی چې د دواړو لورو د پښتنو تر منځ دې د سوداګرۍ او تګ-راتګ تګلارې دې د «انګرېزانو د وخت» په څېر کړل شي. نوموړي ويلي چې د پښتنو تر منځ بېلتون او ډیورنډ کرښه نه مني.

همدارنګه منظور احمد پښتین په خپله وینا کې جرګې ته وړاندیز کړی چې طالبانو او پاکستاني پوځ ته شپېته ورځې وخت ورکړي، تر څو له خیبرپښتونخوا ووزي. نوموړي ويلي چې دوی خپل امنیت په خپله ساتلای شي.

نوموړي همدا راز د یوه ولسي لښکر د جوړېدو وړاندیز هم کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنیزو سرچینو له مخې، په دې جرګه کې د افغانستان د برو پښتنو د شاوخوا دوو سوو کسانو په ګډون د لرې پښتونخوا ټولو قومونو، ګوندونو او د بېلابېلو حرفو استازو ګډون کړی دی. له ځینو رسنیزو راپورونو سره سم، د دې جرګې د ګډونوالو شمېر تر یو میلیون وګړو اوړي.

تمه کېږي چې دا جرګه به نن خپل وروستی پرېکړه‌لیک اعلان کړي او په خیبرپښتونخوا کې د ناامنۍ د ختمولو لپاره به ځيني اقدامات وړاندیز کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه