له «ویر» سره د نجلۍ د نړیوالې ورځې لمانځنه؛ د یوناما رییسې د طالبانو د سیاستونو د بدلون غوښتنه وکړه

Photo: UNAMA

اطلاعات روز: په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) رییسې روزا اوتنبایوا د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له زده کړو د افغان نجونو محرومیت ته په اشارې ویلي چې دا ورځ په زیات ویر سره لمانځي، ځکه چې ۱۱۲۰ ورځې کېږي چې واکمنو تر ۱۲ کلنو د لوړ عمر نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

دې زیاته کړې چې درې کاله کېږي چې فرصتونه له لاسه وزي او په دې لړ کې نه یوازې په میلیونونو نجونې شاملې دي، بلکې ټولې کورنۍ او په ټوله کې هیواد فرصتونه بایلي.

اوتنبایوا ویلي: «د هرې ورځې په تېرېدو سره ښځې او نجونې نورې زیانمنې کېږي. د دې پر ځای چې د افغانستان د سولې، نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره هڅې وشي، شاته بوول کېږي».

اوتنبایوا له طالبانو غوښتي چې اوسنی مسیر دې بدل کړي.

دې همدا راز ويلي: «زه همدا راز د افغانستان له نجونو او ښځو سره ژمنه کوم چې د دوی د حقونو په دفاع کې به له ملاتړه لاس وانخلو، که څه هم نور یې د چوپولو هڅه وکړي.»

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د ۲۰۱۱ کال پر مهال د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د اکتوبر ۱۱ د نجلۍ نړیواله ورځ نومولې تر څو د نجونو حقونه تر لاسه شي.

د یوناما د رییسې په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د نجلۍ د نړیوالې ورځې شعار «د راتلونکې لپاره د نجلۍ لید» دی.

دې زیاته کړې چې د نجونو نننی نسل له نړیوالو کړکېچونو لکه اقليمي بدلونونو، شخړو، تنګلاسۍ او شاتګپالنې په نامتناسبه توګه اغېزمنېږي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې نجونې له ګڼو بندیزونو سره مخ دي. اوسمهال تر شپږم ټولګي لوړې نجونې له زده کړو او پوهنتون ته له تلو منع شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بنسټونو په وینا، د افغانستان نجونې او ښځې په دې هیواد کې د بشري کړکېچ له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه