امریکا: له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په برخه کې د دې ډلې د چلند له بدلون سره تړاو لري

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په تړاو د طالبانو د چلند ژور بدلون ته اړتیا لري او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ترمنځ د پام وړ همغږي موجوده ده.

نوموړي دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (۱۷ د تلې) په یوه خبري کنفرانس کې د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د لېرې کولو په تړاو يوې پوښتنې ته په ځواب کې د امریکا د نظر بیانولو پرمهال کړې دي.

میلر ویلي: «تر هر څه لومړی موږ د طالبانو لپاره د یوه ځانګړي ترهګریز سازمان نوم نه دی بدل کړی او لاهم په څرګنده وایو چې د اړیکو د عادي کېدو هر مهم ګام د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو د چلند  په ژور بدلون پسي تړلی دی او د دې مسئلې په تړاو د نړیوالې ټولنې ترمنځ د پام وړ یووالی شته.»

امریکا طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې نه دي شامل کړي، خو دا هېواد د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ګڼي.

په دې وروستیو کې د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلي. روسیې هم ویلي چې په دې اړه به ډېر ژر پرېکړه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز ویلي، چې د ښځو او نجونو حقونه د امریکا د بشري حقونو په سیاست کې لومړیتوب لري او په دې برخه کې پر طالبانو فشار راوړي.

میلر زیاته کړې: «موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه کار ته دوام ورکوو ترڅو پر طالبانو فشار راوړو چې خپلې تبعیضي پرېکړې لغوه کړي او ډاډ ترلاسه کړو… د اړیکو د عادي کولو هر مهم ګام له ښځو او نجونو سره د دوی په چلند کې له ژور بدلون سره تړلی دی، خو یوازې تر دې پورې نه دی محدود چې ښځې او نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي او د ښځو د کار محدودیتونه لېرې شي.»

هغه د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د دندې ختمولو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې ټول هغه کارونه چې ځانګړي استازي توماس وېسټ کول، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافیرې او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د ځانګړې استازي له خوا پر مخ وړل کېږي او ټول سیاسي لومړیتوبونه به له کوم بدلون پرته دوام ولري.

هغه له افغانستان څخه د القاعدې د ګواښونو په اړه ویلي، چې د امریکا لپاره تر ټولو مهمه ګټه دا وه او وي به چې دا هېواد نور هیڅکله د امریکا پر وړاندې د تروریستي بریدونو لپاره ونه کارول شي.

میلر ټینګار کړی چې د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د هر ډول ترهګریز ګواښ پر وړاندې په لوړه کچه هوښیار دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه