متقي: داعش د افغانستان له پولو دباندې زده کړییز مرکزونه جوړ کړي دي

Photo: @QaharBalkhi

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان مقتي وایي چې د دې ډلې استخباراتي معلومات ښيي چې داعش په دې وروستیو کې د افغانستان له پولو دباندې زده کړییز مرکزونه جوړ کړي دي.

ښاغلي متقي نن (جمعه، ۱۳ د تلې) د «مسکو فرمټ» په شپږمه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دا چاره د طالبانو لپاره اندېښمنوونکې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د وروستیو درو کلونو پر مهال چې د داعش په نوم اکثریت بریدونه په افغانستان کې شوي دي، د بهرنیو اتباعو له لوري ترسره شوي.

ده د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې د داعش له لوري دې د دوی د اتباعو د جذب مخه ونیسي. نوموړي همدا راز د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې افغانستان ته د ویجاړوونکو موخو لپاره د هغوی د لېږلو مخه دې ونیول شي.

متقي په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د حضور په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو اندېښنه د ناسمو معلوماتو زېږنده وبلله.

امیر خان متقي په خپلو خبرو کې ونه ویل چې داعش په دې وروستیو کې مشخصا په کوم هیواد کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي، خو تر دې وړاندې د طالبانو استخباراتو اعلان کړی و چې د داعش زده کړییز مرکزونه پاکستان ته انتقال شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خپلو نننیو خبرو کې د نشيي توکو پر وړاندې مبارزې ته هم اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې صنعتي نشيي توکو له نورو هیوادونو افغانستان ته راوړل کېږي او د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

ده په دې غونډه کې وویل چې طالبانو د سیمې له هیوادونو سره تعامل پراخ کړی او د لویو پروژو په پلي کولو سره یې په افغانستان کې د پانګونې او اقتصادي پرمختګ فرصتونه را منځ ته کړي دي.

متقي وويل چې په افغانستان کې له را منځ ته شویو فرصتونو د استفادې لپاره سم سياسي درک او دوو او څو اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

د «مسکو فرمټ» شپږمه غونډه نن سهار په مسکو کې د روسیې، ایران، پاکستان، هند، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرقیزستان د استازو په ګډون پیل شوه.

ټاکل شوې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دې غونډې په څنډو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه