ننګرهار کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته؛ دوه طالب سرتیري وژل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه نښته تېره ورځ (شنبه، ۷ د تلې) ماسپښین مهال پيل او د تیرې شپې تر ناوخته یې دوام کړی، چې پرمهال یې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه طالب سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

 سرچینې زیاته کړه، چې د دواړو لورو ترمنځ د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «ګوسړۍ» سیمه کې هغه مهال نښته رامنځته شوې، چې طالب سرتیرو غوښتل په سیمه کې پوستې جوړې کړي، خو پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي او نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د دواړو لورو ترمنځ په جګړه کې د سپکو او درنو وسلو څخه هم کار اخیستل شوی چې پاکستاني لوري ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې خو دقیق معلومات یې نه لري.

په سیمه کې یوې بله سرچینه هم یاده مرګ ژوبله تاییدوي خو وایي، چې د یادې نښتې پرمهال طالب سرتیرو د پاکستانيانو درې پوستې له منځه وړي او دغه راز یو «زري دار» ټانګ هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی.

د سرچینې په خبره سیمه ته نور تازه دمي طالب سرتیري له درنو او سپکو وسلو سره ورسیدلي او لاهم امنیتي وضعیت ترینګلی دی.

مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

بلخوا پاکستاني چارواکو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې څه موده وړاندې په تورخم کې هم د طالبانو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې له کبله یې د تورخم لاره د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه