افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو د همکاریو پر پیاوړتیا او د یوې متحدې جبهې پر جوړیدو د ایران ټینګار

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د «داعش او القاعده په څېر ترهګرې ډلې نه یوازې د افغانستان د خلکو [امنیت] بلکې د سیمې امنیت هم ګواښي.»

عراقچي په نیویارک کې د روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په څلور اړخیزه ناسته کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغو هېوادونو د همکاریو پر پیاوړتیا او د دغو ورانکارو ځواکونو پر وړاندې د متحدې جبهې پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، عراقچي ویلي، چې د افغانستان ګاونډیان نه شي کولای اجازه ورکړي چې ترهګري او تاوتریخوالی په افغانستان کې ریښې وکړي.

عراقچي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له «افغان چارواکو» سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې: «موږ باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپله همکاري پیاوړې کړو او د دغو ورانکارو ځواکونو پر وړاندې ګډه جبهه جوړه کړو. زموږ پیغام باید روښانه وي: ترهګري په افغانستان او زموږ په سیمه کې ځای نه لري.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش له اوسني وضعیت څخه د لا زیات نفوذ په موخه ګټه پورته کوي.

هغه ویلي، چې تر ۲۳ میلیونو ډیر خلک لاهم مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالو مرستو کمیدل د ګاونډیو هیوادونو لپاره یوه «لویه» اندیښنه ده. هغه ټینګار کړی، چې امریکا او د ناټو غړي باید د افغانستان د روان ناوړه وضعیت ځواب ویونکي وي.

عراقچي ویلي: «امریکا او متحدین یې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه په شرم او بې عزتۍ سره ووتل، خو ټول ناورین یې د افغانستان او ګاونډیانو لپاره پرېښود. دا حقيقت بايد هيڅکله هېر نه شي چې امريکا او ناټو د ډېرو هغو ستونزو مسوول دي چې افغانستان او ګاونډيان يې نن ورځ ورسره لاس او ګرېوان دي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته له دغه هیواده پراخې کډوالۍ پر ایران باندې «په داسې حال کې چې موږ تر غیر قانوني بندیزونو لاندې یو» ډیر فشار راوړی دی.

عراقچي ویلي، نړیواله ټولنه باید له کوربه هېوادونو لکه ایران سره پرله پسې مرستې وکړي او له کډوالو سره باید بې پري او له سیاسي لاسوهنې پرته بشري مرستې وشي.

نوموړي د امريکا پر بنديزونو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا کار غير انساني او غير قانوني دی. عراقچي ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید بې له قید او شرطه بېرته ورکړل شي او بندیزونه باید د اقتصادي ودې مخه ونه نیسي.

عراقچي ویلي: «موږ باید هغو سیاسي انګېزو ته اجازه ورنکړو چې د افغانستان خلکو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیسي. زموږ لویدیځوال همکاران باید پوه شي چې د ټول نفوس له بنسټیزو اړتیاوو څخه بې برخې کول به د بشري حقونو وده یا د ښځو او نجونو وضعیت ښه نه کړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه