طالبانو ته د څلورو هیوادونو خبرداری: که مو جنسیتي تبعیض ختم نه کړ په لاهه محکمه کې ستاسو پر خلاف شکایت کوو

اطلاعات روز: کاناډا، جرمني، هالنډ او اسټرالیا طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که په افغانستان کې جنسیتي تبعیض ختم نه کړي، د دې ډلې پر خلاف به په لاهه کې د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

د ګارډین له راپور سره سم، دې څلورو هیوادونو تېره ورځ (چهارشنبه، ۴ د تلې) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرمهال په یوه حاشیوي ناسته کې دا خبرداری ورکړی دی.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، دوی دا پرېکړه د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د منعې د کنوانسیون پر اساس کړې ده چې افغانستان په ۲۰۰۳ کې لاسلیک کړی دی او د ټولو مفادو په رعایتولو یې مکلف دی.

د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنيوي کنوانسیون د ۱۹۷۹ پرمهال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې تصویب او په ۱۹۸۱ کال کې لازم الاجرا شو.

د ګارډین له راپور سره سم، طالبان د عدالت د نړیوالې محکمې د استماعیه غونډې او د احتمالي موقتو اقداماتو تر وړاندېز وړاندې شپږ میاشتې وخت لري چې د ښځو پر خلاف خپل سیاستونه بدل کړي.

د دې اعلامیې لاسلیکوونکو ويلي، چې که طالبان د عدالت د نړیوالې محکمې صلاحیت په رسمیت هم ونه پېژني، خو د دې محکمې پرېکړه پر هغو هیوادونو اغېز لري چې غواړي له طالبانو سره سیاسي اړيکې عادي کړي.

د بهرنیو چارو درې ښځینه وزیرانې د اسټرالیا پني وانګ، د جرمني انالنا بربوک او د کاناډا د ملاني جولي او د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپار ولدکامپ د دې طرحې ملاتړ کوي.

دا لومړی ځل دی چې هیوادونه له یوه بل هیواده د جنسیتي تبعیض له کبله د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو او بنسټیزو ازادیو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی یې د کار او زده کړې کولو له حق څخه بې برخې کړې دي.

دې ډلې په خپل تازه اقدام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړی او حتا په هغه کې له کوره دباندې د ښځې د غږ اورېدل منع شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د «بشریت پر خلاف جنایت» بللی و.

د افغانستان د ښځینه حقونو فعالانې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بولي او غواړي چې دا په نړیوالو قوانینو کې جرم وبلل شي او نړیواله ټولنه یې هم په رسمیت وپېژني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه