د طالبانو مشر: په تېرو شلو کلونو کې خلک له اسلام سره نااشنا شوي دي

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان خلک د تېرو شلو کلونو پرمهال د اسلام له دین سره نااشنا شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې په دې وروستیو کې په کندز ولایت کې کړې دي.

د طالبانو د مشر یو غږیز فایل چې پرون (سې‌شنبه، ۳ د تلې) خپور شوی، نوموړی پکې وايي، چې د تېرو شلو کلونو پرمهال د افغانستان خلک د لوېدیځ، ناټو او ډیموکراسۍ تر اغېز لاندې راغلي او که اوس «د فحاشۍ او عریانۍ پر خلاف څه ووایې، په پنځو دقیقو کې د فیسبوک ټولې پاڼې ستا پر خلاف ډکېږي».

دی زیاتوي: «شل کاله وړاندې حالت بل قسم و او شل کاله وروسته بل ډول دی. په دې شلو کلونو کې زیات تغییرات راغلي دي او خلک له اسلام سره نااشنا شوي دي. شل کاله مخکې داسې نه وو.»

ملا هبت الله ادعا کوي، چې د افغانستان خلکو شل کاله وړاندې محکمه عقیده او له سنتو سره مطابق ژوند درلود او له «سرود او فحاشۍ» سره نااشنا وو. دی زیاتوي: «اوس تاسو وینئ چې زموږ خلک په ځانګړې توګه ځوانان له فلم، فحاشۍ او ټلویزیون سره څومره لېوالتیا لري.»

د طالبانو مشر په خپله دې وینا کې همدا راز وايي، چې په دې وروستیو کې په مکرره توګه شکایتونه ورته کېږي چې خلک له لمانځه سره بې پروا دي.

دی وایي: «صدر محمد ابراهیم (د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت معین) او عبدالحق (له نشه يي توکو سره د مبارزې معین) مو بولدک ولسوالۍ ته ولېږل چې هلته امنیتي شکایتونه وو. کله چې راغلل امنیتي مسئله یې بیان کړه، بیا یې وويل چې علماوو راته وویل چې دلته په لمانځه کې ټول ضعیف دي؛ هم عام خلک او هم مجاهدین.»

د طالبانو مشر په خپله دې وینا کې پر افغانستان د امریکا او د هغې د متحدینو برید د اسلام او کفر جنګ بولي او وايي، چې «دا جګړه به د قیامت تر ورځې» روانه وي.

دی وايي: «دا جنګ روان دی او نه خلاصېږي … د قیامت تر ورځې به روان وي.»

طالبان د افغانستان د پخواني دولت او د بهرنیو ځواکونو پر خلاف خپل شل کلن جنګ «جهاد» بولي.

دا ډله د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه د کابل په نیولو سره بیرته واک ته ورسېده.

د طالبانو مشر بیا-بیا ويلي، چې اوس د دې ډلې مسوولیت د شریعت تطبیقول او د خلکو اصلاح کول دي.

دې ډلې د خپلې واکمنۍ په دریو کلونو کې د هیواد د وګړو پر حقونو او ازادیو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي او اوس مهال ښځې او نجونې د کار، زده کړې او ازاد تګ-راتګ اجازه نه لري.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم یو قانون نافذ کړی چې د هیواد د وګړو د ازادۍ او حقونو نقض نور هم تشدیدوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه