طالبانو په رسنیو کې ژوندۍ خپرونې او له ناتایید شویو مېلمنو سره پر خبرو-اترو بندیز ولګاوه

Photo: AFJC

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو نوی دستور العمل خپور کړی او په رسنیو کې ژوندۍ سياسي او انتقادي خپرونې او د دې ډلې له لوري له ناتایید شویو مېلمنو سره خبرې-اترې یې منع کړې دي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت دا دستور العمل د شنبې په ورځ هغو رسنیو ته ابلاغ کړی چې اوس مهال په کابل کې فعالې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې دا دستور العمل اته مادې لري او په درو مادو کې يې پر رسنیو درې نوي بندیزونه لګېدلي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز له اعلامیې سره سم، د دې دستور العمل په لومړۍ ماده کې ويل شوي چې «خبرې باید ثبت شي او په ژوندۍ توګه باید خپرې نشي». په دویمه ماده کې يې ويل شوي چې «کارپوهان باید له نوملړ سره سم راوغوښتل شي او د هغو کسانو راغوښتل ممنوع دي چې نومونه یې په دې نوملړ کې نشته». په درېیمه ماده کې يې ويل شوي چې «د هغو کسانو د رابلنې لپاره چې نوم یې په نوملړ کې نشته باید د (اطلاعاتو او کلتور وزارت) پر رسنیو د څار له ریاست څخه اجازه وغوښتل شي».

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې د دې دستور العمل په څلورمه ماده کې ویل شوي چې «د هرې ورځې په سهار باید د خپرونو او د سياسي بحثونو د مېلمنو نوملړ پر رسنیو د څار له ریاست سره شریک کړل شي او د دې ریاست تر تایید وروسته باید خپرونې نشر شي». په پنځمه ماده کې ويل شوي چې «د طالبانو قوانین، پالیسۍ او تصمیمونه ننګول او له ثبوت پرته یې نقدول ممنوع دي». په شپږمه ماده کې ويل شوي چې «د رسنۍ مسوول، د رسنۍ اداره، چلوونکی او ایډیټر مکلف دي چې د [ثبت شوې] خپرونې تر نشر وړاندې ضعیف نقاط، حساسیت پاروونکي موضوعات او پر اسلامي امارت (طالبانو) او مسوولینو شوي نقدونه حذف کړي».

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې ويل شوي چې د دې دستور العمل په اوومه ماده کې ويل شوي: «د پورتنیو نکاتو د تخلف په صورت کې د رسنۍ عمومي رییس، د خپرونو مسوول، د خپرونې چلوونکی، ایډیټور او سياسي کارپوه (د خپرونې مېلمه) متخلف ګڼل کېږي او له هغوی سره به له اصولو سره سم چلند کېږي». په اتمه ماده کې ويل شوي چې «نشراتي او رسنیزې تیروتنې باید په رسنیز شکل جبران شي».

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې دستور العمل د خپرېدو په اړه اندېښنه ښوولې او د دې پلي کول یې «په هیواد کې د ازادو رسنیو د تضعیف او څنډې ته کولو نوې هڅه» بللې ده.

دې مرکز له طالبانو غوښتي چې د ازادو رسنیو د ځپنې لپاره دې د رسنیزو دستور العملونو له تحمیلولو لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې د عامه رسنیو قانون چې د اجرا وړ بلل شوی دی، پلی شي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیت پراخ بندیزونه لګولي او بیا – بیا یې د رسنیو پر دفترونو هجوم ور وړی او خبریالان یې نيولي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز له شمېرو سره سم، دې ډلې تر اوسه پر رسنیو او خبریالانو د بندیزونو په موخه ۲۱ دستور العملونه صادر کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه