فایق: نړۍ دې د بشري حقونو د نقض په تړاو له طالبانو د پوښتنو-ګروېږنو لپاره ټول حقوقي میکانیزمونه وکاروي

Photo: UN

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري حقونو د نقض په تړاو له طالبانو د پوښتنو-ګروېږنو کولو لپاره دې ټول حقوقي میکانیزمونه وکاروي.

ښاغلي فایق چې پرون ماښام (چهارشنبه، ۲۸ د وږي) يې د ملګرو ملتونو په غونډه کې خبرې کولې، د جنسیت پر اساس د سيسټماټیک تاوتریخوالي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د «جنسیتي اپارتاید» د سیاستونو په تړاو یې له طالبانو د پوښتنو-ګروېږنو کولو لپاره له نړیوالو حقوقي میکانیزمونو د استفادې غوښتنه کړې.

ده زیاته کړې: «موږ باید په غوڅ ډول، یووالي او ټینګې ارادې سره عمل وکړو ترڅو دا ویجاړوونکی مسیر بدل کړو او په افغانستان کې هغو میلیونونو وګړو ته هیله ورکړو چې لاهم کړېږي.»

ښاغلي فایق وويل، چې دا یوازې اخلاقي چاره نه ده، بلکې مسوولیت دی چې موږ ته د نړیوالې ټولنې د غړو په توګه را ترغاړې دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د امنیت شورا په غونډه کې د افغان کډوالو موضوع ته هم اشاره کړې او له ګاونډیو هیوادونو یې غوښتي چې له نړیوالو قوانینو سره سم له هغوی سره چلند وکړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغان کډوالو زیات ملاتړ وکړي او د اوږدمهالو حللارو په لټه شي چې هغوی ته «امنیت، کرامت او فرصت» برابر شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پرون ماښام په نیویارک کې وشوه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې رزا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

اغلې اوتنبایوا په دې راپور کې وويل، چې نړۍ له افغانستانه پېښېدونکو ترهګریزو ګواښونو ته اندېښمنه ده او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تصویب له دې ډلې سره د مستقیم تعامل بهیر تضعیف کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې مدیرې سیما باهوس هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او ویې ويل چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون نه یوازې ښځې له نارینه‌وو بلکې ښځې له ښځو بېلوي او د افغانستان د خلکو د «اضطراب» لامل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه