اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت سره رود ولسوالۍ کې يو کور ته د لاسي بم غورځولو له امله پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه،۲۰ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ ناوخته د سره رود ولسوالۍ «سواتو» سیمه کې یوه کس یو کور ته لاسي بمونه اچولي، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او د بم اچوونکي په ګډون څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وایي، بم اچوونکی په ټپي حالت کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره ورځ ناوخته د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو کس د بل کس کور ته لاسي بم غورځولی چې له امله یې یوه میرمن وژل شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.»
د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.
