د پاکستان او هند د مشرانو له ګډون پرته د ټاپي پروژې بیا پرانیستنه

Photo: @ARG_1880

اطلاعات روز: د طالبانو او ترکمنستان چارواکو ټاپي پروژه او د انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د ځینو نورو پروژو پرانیستنه وکړه.

د دې پروژو د پرانیستنې مراسم نن (چهارشنبه، ۲۱ د وږي) د ترکمنستان په سلیم سیمه کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف حضور درلود.

د طالبانو لومړي وزیر حسن اخوند وويل چې «دې ورځې ته مو له ډېره وخته انتظار کړی او تر ستونزو او سختیو وروسته د دې سترې پروژې د پرانیستنې زمینه برابره شوې ده.»

د طالبانو د والي مرستیال حمدالله فطرت پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي چې د دې ډلې لومړي وزير ويلي چې «د دې پروژې پرانیستنه د ترکمنستان د ملي رهبر او نورو مسوولینو د ښه نیت او عاقلانه سیاست څرګندونه کوي».

حسن اخوند ويلي چې «دا پروژې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوستي نوره هم زیاتوي او د دواړو هیوادونو ملتونه به ډېره ګټه ترې واخلي».

د فطرت په وینا، په نننیو مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف چې د ویډیو کانفرانس له لارې وصل و، وويل چې له افغانستان سره یې د هیواد دوستانه او د ورورولۍ اړیکې او ښه ګاونډیتوب مخ پر پراخېدو دی.

د طالبانو مرستیال ویاند ليکلي چې د ترکمنستان ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف په خپلو خبرو کې ويلي چې «نن د دواړو هیوادونو لپاره یوه تاريخي ورځ ده او د دواړو هیوادونو په اړیکو کې نوې پاڼه خلاصېږي».

د پاکستان او هند د مشرانو نشتون

ټاپي د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه افغانستان او هند ته د ګاز د نل‌لیکې انتقال دی.

دا پروژه په لومړي ځل د ۱۳۹۴ کال په قوس میاشت کې د ترکمنستان په خاوره کې او د ۱۳۹۶ د حوت میاشتې پر مهال د افغانستان، هند او ترکمنستان د مشرانو له لوري د افغانستان په هرات کې پرانیستل شوه البته په نننیو مراسمو کې د پاکستان او هند مشران نه وو.

د طالبانو ویاندویانو هم په نننیو مراسمو کې د پاکستان او هند د مشرانو نشتون ته اشاره نه ده کړې. په خپرو شویو انځورونو کې هم د هند او پاکستان چارواکي نه ليدل کېږي.

په هرات کې چې د ټاپي پروژې د پرانیستنې لپاره کوم تبلیغاتي بینرونه لګول شوي، په هغو کې هم یوازې د طالبانو او ترکمنستان بیرغونه چاپ شوي دي.

انځور: ټولنیزې رسنۍ

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال رسنیز دفتر ته پیغام پرېيښی، خو ځواب نه دی ورکړل شوی.

د ټاپي په اړه څومره پوهېږو؟

ټاپي د ترکمنستان له ګالکینشن ګازي میدان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازي نل‌لیکې انتقال دی چې ۵۶ انچه قطر لري او اوږدوالی یې یو زر او ۸۱۴ کیلومیټره دی.

ټاکل شوې ده چې دا نل‌لیکه د افغانستان پر هرات، نیمروز او کندهار تېره شي او د پاکستان له کویټې او ملتان څخه په تېرېدو د هند په پنجاب کې فضیلکا سیمې ته ورسېږي. دا نل‌لیکه په کال کې د ۳۳ میلیارد مکعبه ګاز د لېږلو ظرفیت لري.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، نن د ترکمنستان له سرحداباد څخه تر هرات پورې د ټاپي د لومړي فاز د جوړولو کار پیل شو. نوموړي نه دې ويلي چې دا فاز به په څومره وخت کې او په څومره لګښت سره بشپړېږي.

د ټاپي پروژې ټول لګښت ۱۰ میلیارد ډالره ښوول کېږي. پخوا ویل کېدل چې دا پروژه د اسیا د پرمختيايي بانک (اي ډي بي) له لوري تمویلېږي، خو دې بانک د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ټاپي له تمویل څخه لاس اخیستی.

د طالبانو او ترکمنستان چارواکو د ټاپي د تمویل په اړه څه نه دې ويلي.

په لومړي ځل د ټاپي مطرح کېدل

د بي بي سي په وینا، د ۱۹۹۰ میلادي د لسیزې په پیل کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ټاپي پروژې لومړۍ طرحه د یونیکال ارجنټایني شرکت له لوري وړاندې شوه. یو څه وخت وروسته بریداس امريکايي شرکت را وړاندې شو او یونیکال شرکت یې له سیالۍ وایست.

ویل کېږي چې د طالبانو ډله هم د پاکستان د استخباراتي سازمان له لوري په همدې موخه را منځ ته شوه، خو طالبان دا موضوع ردوي.

د ۲۰۰۱ پر مهال د سپټمر د ۱۱ پېښې په را منځ ته کېدو سره د ټاپي پروژې پلي کېدل بند شول.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پروژې کار په داسې مهال کې بیرته پيلېږي چې له پاکستان سره د دې هیواد اړیکې خرابې شوې دي.

په ټاپي پروژه کې د افغانستان ونډه

د ټاپي پروژې له ۳۳ میلیارد متبر مکعب ګاز څخه په کلني ډول پنځه میلیارد مکعبه د افغانستان ونډه ده او ۲۸ میلیارد نور به د پاکستان او هند وي.

همدا راز ټاکل شوې چې افغانستان په کلنۍ توګه د دې پروژې له ټرانزیټ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالره ډېر عاید تر لاسه کړی.

د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به په زرګونو خلګو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

د ټاپي فرعي پروژې

د طالبانو په وینا، نن د ټاپي تر څنګ د څو نورو پروژو کار هم پیل شوی دی.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، په دې پروژو کې د برېښنا انتقال (ټاپ پروژه)، د سرحد اباد – هرات پر مسیر نوري فایبر غزول، د تورغونډۍ – صنور تر منځ د اورګاډي د پټلۍ جوړول، په شاتلیق سیمه کې د ګازو کمپریسور دستګاه جوړول او د تورغونډۍ د اورګاډي د پټلۍ پر کرښه معیاري او لوی هنګرونه جوړول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس ليکلي چې د ټاپ پروژې لومړۍ مرحله چې په هرات کې د نور الجهاد د برېښنا سب سټیشن جوړول بشپړ شوي او افتتاح شوی دی.

ده زیاته کړې چې په سرحداباد بندر کې د ۱۷۶.۸ مترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه