اطلاعات روز: د هېواد مالیې وزارت وایي، د روان مالي کال له پیل د روانې کب میاشتې تر ۱۵مې نېټې ۲۹ میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
د مالیې وزارت خپره کړې خبرپاڼه وایي، یوازې د روانې کب میاشتې دوو اونیو کې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. دغه راز دوی وایي، ټول ملي عواید له مستوفیتونو، مالیاتي عوایدو، غېر مالیاتي عوایدو او له ګمرکونو ترلاسه شوي دي.
د دې وزارت خبرپاڼه زیاتوي: «د ۱۴۰۰ مالي کال د کب میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي، چې له دې جملې ۶۱۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارده ۳۴۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۸۰۱ میلیونه افغانۍ له غیر مالیاتي عوایدو او ۲ میلیارده ۷۸۲ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.»
