اوچا په افغانستان کې د ژمنیو برنامو لپاره تر ۶۰۰ میلیونه ډالرو د زیاتې بودیجې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د ژمي پرمهال په افغانستان کې ځپل شویو سیمو ته د رسيدګۍ لپاره ۶۰۳.۵ میلیونه ډالري بودیجې ته بېړنۍ اړتیا لري.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۱ د وږي) خپل «ژمني لومړیتوبونه» خپاره کړي او ليکلي يې دي چې دا بودیجه د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ د ټاکل شویو لومړیتوبونو لپاره اړینه ده.

اوچا زیاته کړې چې ۱۰۴ میلیونه ډالرو ته د ۲۰۲۵ په لومړیو دریو میاشتو کې «تر لومړنیو موندنو وړاندې الزاماتو» لپاره ضروري دي.

دې بنسټ ويلي، چې د سکتوري ټاکل شویو لومړیتوبونو ترمنځ ۱۷۱ ولسوالۍ ډېر لومړیتوب لري، ۲۷۷ ولسوالۍ متوسطې او درې ولسوالۍ تر ټولو په ټیټه کچه کې ښودل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي، چې دا لومړیتوبونه یې د تجربې، د وضعیت د تحلیل او د تېرو کلونو د لومړیتوب ټاکنې د تجربو له مخې مشخص کړي دي.

د اوچا دغه راز ویلي، چې د ژمي خطرونه ډېر او د زیانمنېدو کچه لوړه ده او خلمو ته کافي خدمات نه وړاندې کېږي.

د دې بنسټ په خبره، چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د افغانستان لپاره د بشري مرستې په بودیجه کې د ۲.۳ میلیاده ډالرو له کمښت سره مخ دي.

اوچا د روان کال پرمهال د افغانستان خلکو ته د مرستې رسونې لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو وايي چې تر اوسه یې له دې بودیجې یوازې ۲۵ سلنه ترلاسه کړې ده.

دې بنسټ اعلان کړی و، چې د روان میلادي کال پرمهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو دوی ۱۷ میلیونه تنو ته لومړیتوب ورکړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه