د امریکا ټاکنو ته د نوماندانو مناظره؛ له طالبانو سره پر هوکړې د هریس نیوکه او د ټرمپ دفاع

Photo: NBC News

اطلاعات روز: د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې کاملا هریس د جمهوریت غوښتونکو له ګوند څخه پر خپل سیال نوماند ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې په خاطر نیوکه وکړه او دا یې يوه تر ټولو ضعیفه طرحه وبلله؛ مګر ټرمپ له دې هوکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې له طالبانو سره هوکړه د دې لامل شوه چې د ۱۸ میاشتو پر مهال په افغانستان کې هیڅ امريکايي پوځي ونه وژل شي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزه مناظره پرون شپه (سې‌شنبه، ۲۰ د وږي) وشوه. په دې مناظره کې دواړو ګډونوالو له طالبانو د امریکا پر هوکړې او له افغانستانه د دې هیواد پر وتلو هم خبرې وکړې.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکراټ ګوند نوماندې کاملا هریس وويل، چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه‌لیک یوه له تر ټولو ضعیفو طرحو څخه وه.

دا توافق د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر مهال د ټرمپ او طالبانو ترمنځ ترڅو میاشتو خبرو-اترو وروسته لاسلیک شو.

کاملا هریس وويل، چې د ټرمپ حکومت د افغانستان حکومت شاته پرېښود او له «یوه ترهګر سازمان سره یې خبرې وکړې».

دې وويل، چې د دوحې هوکړه‌لیک د دې لامل شو چې پنځه زره بندیان له بنده خوشې شي او حتا ټرمپ طالبانو ته بلنه ورکړې وه چې ډیویډ کېمپ ته ورشي، هغه ځای چې د امریکا د خلکو لپاره ډېر مهم دی.

د دې په مقابل کې ټرمپ له طالبانو سره د امریکا له هوکړې دفاع وکړه او ویې ويل چې هغه وخت طالبانو امریکايي سرتېري او د افغانستان خلک وژل، خو له دې ډلې سره هوکړه د دې لامل شوه چې د ۱۸ میاشتو په دوران کې هیڅ امریکايي سرتېری ونه وژل شي.

ده وويل، چې د دې هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته د جوبایډن ادارې هغه شرایط رعایت نه کړل چې په هوکړه‌لیک کې ليکل شوي وو. ده وويل چې د دوحې د هوکړه‌لیک پر اساس له افغانستانه د امریکا وتل مشروط و او باید پړاو پر پړاو تکمیل شوي وای.

له طالبانو سره د هوکړه‌لیک تر لاسلیکېدو وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل پیل شول.

په امریکا کې واک ته د بایډن د حکومت تر رسېدو وروسته د امریکايي ځواکونو وتل څو میاشتې وځنډېدل، خو دا پروسه ونه درېده. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر مهال چې د امریکايي نظامیانو وروستۍ ټولی لاهم په کابل کې و، طالبانو د افغانستان پلازمېنه ونیوله.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غیر منظم و او یو ځانمرګی برید هم پرې وشو. په دې برید کې په لسګونو افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د بایډن پر حکومت د وتلو او تخلیې د څرنګوالي له امله سختې نیوکې کېږي؛ خو په خپله جوبایډن وايي چې له طالبانو سره د ټرمپ توافق ورته په میراث پاتې و او اړ و چې دا کار یې کړی وای.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې جمهوریت غوښتونکو په خپل تازه راپور کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو د جوبایډن پر پرېکړې نیوکې کړې دي او ويلي يې دي چې بایډن او د ده حکومت د نظامي چارواکو، د ملي امنیت د مشاورینو او د متحده ایالاتو د متحدینو هغه مکرر اخطارونه له پامه غورځولي چې د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو او پېښېدونکي خطر په اړه ورکړل شوي وو.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې بایډن تورن کړی چې «د امریکا د ملي امنیت پر ګټو یې سياست او شخصي میراث ته لومړیتوب ورکړی دی».

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په خپل راپور کې د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړی چې له مذاکراتو د افغانستان د حکومت په ایستلو یې هغه کمزوری کړ.

د سي بي ایس له راپور سره سم، خلیلزاد همدا راز تورن شوی له تروریستانو سره د نه مذاکراتو د پالیسۍ په نه رعایتولو یې د متحده ایالاتو سیاست تضعیف کړی دی.

له دې راپور سره سم، لوړپوړو نظامي چارواکو ويلي، چې خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال د امریکا له پوځ سره مشوره نه ده کړې او هغوی یې د هوکړې د دقیقو شرایطو په تړاو په «تیاره» کې ساتلي دي.

خلیلزاد دا تورونه رد کړي دي.

نوموړی د ټرمپ د دولت له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ګمارل شوی و او د بایډن تر راتګ وروسته یې هم کار ته دوام ورکړ. خلیلزاد د دوحې د هوکړه‌لیک بنسټګر بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه