ننګرهار کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال ۷۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو له کبله مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سیمه ییز روغتون کې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د موسمي ناروغیو او په ځانګړي ډول په خوار ځواکۍ اخته ۷۰۰ ماشومان مړه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې اوسمهال په سیمه ییز روغتون کې د خوارځواکۍ ناروغانو ځانګړی «وارډ» له هغو ماشومانو ډک دی، چې د دغه ولایت له مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو څخه دغه روغتون ته د درملنې په موخه راوړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، سلګونه نور ماشومان چې په خوارځواکۍ او نورو ناروغیو اخته وو، دغه روغتون ته له راوړل کیدو او له درملنې وروسته بیرته کورونو ته رخصت شوي دي.

سرچینه وویل: «د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۷۰۰ ماشومان چې په خوارځواکۍ، اسهالات او نورو موسمي ناروغیو اخته وو، دغه روغتون کې مړه شوي د دوی په ډله کې زیاتره یې د خوارځوکۍ په ناروغۍ اخته وو؛ ستونزه دا ده چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او دغه راز په روغتون د ناروغان بوج زیات دی نو ډیر کله په سم ډول درملنه هم نه شي ترسره کیدای.»

دغه روغتیایي سرچینه له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې له روغتیایي مرکزونو سره دې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

سرچینه اندیښنه څرګندوي که موسېسات له روغتونونو سره دوامداره مرستې ترسره نه کړي د ماشومانو مړینه به په راتلوونکي کې له دې هم لوړه وي.

بلخوا هغه کورنۍ چې اوسمهال یې ماشومان د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې بستر دي، په دغه روغتون کې د بستر، درملو، روغتیايي کارکوونکو او نورو طبي وسایلو له کمښت شکایت کوي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی فضل مولا یو له هغه کسانو دی چې خپله پنځه کلنه لور یې پر خوارځواکۍ اخته او اوسمهال بستر ده.

فضل مولا زیاته کړه: «زما لور یوه اوونۍ کیږي چې د ماشومان په څانګه کې بستر ده او لومړی په اسهال اخته وه، خو اوس راته ډاکتران ویلي چې لور دې خوارځواکه ده او باید څه وخت دلته بستر وي نو دلته د درملو کمښت، په سم ډول د روغتیایي اسانتیاوو نشتون او نورې ستونزې شته دی چې په سم ډول د ناروغانو تداوي نه کېږي.»

په همدې حال کې ډاکتران وایي، کډوالي، بې وزلي، د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت او د پخوا په پرتله د نړیوالو مرستو کمیدل هغه لاملونه دي له امله یې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی دی.

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښو د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه