رینا امیري: له طالبانو سره د اړیکو عادي کول باید د دې ډلې په چلند کې په ژور بدلون پورې مشروطې وي

Photo: U.S. Special Envoy Rina Amiri via X

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا اميري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ټینګار کړی چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل باید د دې ډلې په چلند کې د ژوند بدلون په راتلو پسې مشروط وي.

نوموړې وویل: «موږ باید په ټولیزه توګه طالبانو ته څرګنده کړو چې د نړیوالو اړیکو عادي کېدل د دوی په چلند کې د ژور بدلون په راتلو او د افغانستان د نړیوالو تعهداتو په اجرا کولو پسې مشروط دي.»

امیري پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي چې « زموږ د ګډ هدف لپاره چې باثباته او اقتصادي افغانستان دی، د افغانانو حقونو ته درناوی او جنسیتي ځورونه او اذیت ختمول ضروري دي».

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه پرون جوړه شوه چې محوري موضوع یې د افغانستان وضعیت دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي په دې غونډه کې وويل، چې د روان میلادي کال د جون میاشتې پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د ده د وروستي راپور له وخته طالبانو د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د بشري حقونو نقض نور هم زیات کړی دی.

ده د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض ته د هیوادونو د یوځايي غبرګون غوښتنه وکړه او ویې ويل چې ټول باید له دې ډلې وغواړي چې خپل قوانین او لګېدلي بندیزونه لغوه کړي.

ښاغلي بېنټ ټینګار وکړ چې له طالبانو سره هر ډول پرمختګ او د اړیکو عادي کېدل باید د بشري حقونو په برخه کې د اندازې وړ پرمختګ پر اساس وي چې په خپلواکه توګه تایید کړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېسار ولکر ترک هم په پرونۍ غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د پوښتنې-ګرویږنې کولو لپاره یوې جامعې تګلارې ته اړتیا ده او باید ملي او نړیوال اقدامات هم پکې شامل وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه