د کډوالۍ نړیوال سازمان: له افغانستانه په یوه اونۍ کې ایران او پاکستان ته تر ۹۶ زره زیات کسان تللي

اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان میلادي کال د اګست د ۲۵ او ۳۱ تر منځ له افغانستانه ایران او پاکستان ته ۹۶ زره او ۵۲۲ کسان تللي دي.

دې بنسټ نن (یکشنبه، ۱۸ د وږي) د یوه راپور په خپرولو سره ويلي چې په دې لړ کې ۶۷ زره او ۹۴۴ تنه ایران او ۲۸ زره او ۵۷۸ تنه پاکستان ته تللي دي.

دې بنسټ ويلي چې په دې وخت کې ایران ته د اربعین زیارت د سفر له وجې زیات افغانان تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې پاکستان ته د افغان وګړو د سفر عمده لامل د کورنۍ له غړو سره لیدنه او زده کړې دي.

د دې بنسټ په راپور کې ويل شوي چې په دې وخت کې ۶۳ زره او ۵۴۰ تنه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته تللي او په دې لړ کې ۳۷ زره او ۴۷۷ تنه له ایران او ۲۶ زره او ۶۳ تنه له پاکستانه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې راپور وړاندې ويلي و چې له افغانستانه د اګست د ۱۸ او ۲۴ تر منځ ۷۲ زره او ۶۲۴ تنه ایران او پاکستان ته تللي او له دې دواړو هیوادونو ۶۴ زره او ۹۵۰ تنه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې دا شمیرې يې د تګ-راتګ له څلورو اصلي مسیرونو او له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله له اوو نورو نقطو راټولې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه