د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د کاملا هریس کمپاین: له طالبانو سره د ټرمپ توافق ناوړه پایلې درلودې

Photo: via @KamalaHarris on X

اطلاعات روز: د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند د نوماندې کامالا هریس د کمپاین دفتر ویلي، چې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ توافق د دې لامل شو چې د افغانستان دولت وشړېږي او امریکايي نظامیان له دې هیواده په بې نظمه ډول ووځي.

د سي اين اين له راپور سره سم، د هریس د کمپاین د ملي امنیت ویاند مورګان فینکلشتاین د شنبې په ورځ له افغانستان سره د ټرمپ چلند د هغه د بهرني سياست یوه بېلګه وبلله او ویې ويل چې امریکايي سرتېري يې په خطر کې واچول.

تر دې وړاندې ټرمپ له افغانستانه د امریکايي نظامیانو د وتلو د څرنګوالي په تړاو پر بایډن او هریس نيوکې کولې.

مورګان فینکلشتاین: «ټرمپ په بې شرمۍ د ولسمشر پر مرستیالې برید کوي ځکه هیله‌من دی چې هیواد به تېرباسي او هېره کړي چې ستراتېژۍ یې د متحده ایالاتو اقدامات تضعیف کړي او سرتېري او زموږ متحدین یې له خطر سره مخ کړي دي. تاسې فکر وکړئ چې ټرمپ غوښتل تر ۱۱ سپټمبر څو ورځې وړاندې طالبان کېمپ ډيويډ ته راولي.»

ده زیاته کړې چې ټرمپ له هماغو افرادو سره چې افغانستان یې په تاوتریخجنه طریقه ونیوه، یوه بده معامله وکړه او له امله یې د افغانستان دولت وپاشل شو.

فینکلشتاین په دې اعلامیه کې ويلي: «د ټرمپ بې نظمه اقدامات په افغانستان کې ناوړه پایلې درلودې.»

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال له افغانستانه د امریکايي نظامیانو د وتلو ژمنه کړې وه. د ده دولت د ۲۰۲۰ کال پر مهال له طالبانو سره مذاکرات پېل کړل او توافق یې ورسره لاسلیک کړ.

د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ تر ماتې وروسته بایډن د څو میاشتو په ځنډ سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو برنامه تعقیب کړه.

د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان دولت وپاشل شو او د تخلیې پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو برید کې ۱۳ تنه ووژل شول.

ټرمپ دا وتل شرم بللی او بیا – بیا یې په دې تړاو پر بایډن نیوکه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه