کرملین د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو په اړه د قزاقستان پریکړه یو ضرورت وباله

Yuri Smityuk/TASS

اطلاعات روز: د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف د قزاقستان له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو پرېکړه یوه اړتیا ګڼلې او ویلي یې دي چې دا پریکړه درک کوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پیسکوف خبریالانو ته ویلي، چې قزاقستان له افغانستان سره ډېر نږدې دی او «له اصلي چارواکو سره د اړیکو ساتل د ګاونډیانو لپاره مهم دي.»

د کرملین ویاند څرګنده کړې: «دا یوه اړتیا ده، ځکه چې له دې پرته د اړیکو جوړول ناشوني دي. موږ وضعیت درک کوو.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د باصلاحیته دولتي چارواکو له هر اړخیزې کتنې او ارزونې وروسته د قزاقستان په خاوره کې د ممنوع ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د «طالبانو غورځنګ» د ایستلو پریکړه شوې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دې پرېکړې موخه د سیمه ییز ثبات ټینګښت او د روانو خبرو ملاتړ دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان او ټوله سیمه کې د یوه باثباته او سوله ییز چاپېریال د تامین په موخه د نړیوالې ټولنې له هڅو ملاتړ ته ژمن دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې په قزاقستان کې د ممنوع ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د دغې ډلې د نوم ایستلو اعلان کړی و او ویلي یې و چې دوی دغه پرېکړه د ستایلو وړ ګام ګڼي او هرکلی یې کوي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د قزاقستان پرېکړه د طالبانو په اړه د سیمې او نړۍ د سیاسي تفاهم ښکارندويي کوي او د دې ډلې او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو پر وړاندې د خنډونو د لېرې کولو په معنا ده.

تر دې مخکې قزاقستان هم اعلان کړی و چې د طالبانو نوم یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه لېرې کړی دی.

دغه راز روسي دیپلوماټانو په وار وار ویلي، چې مسکو کولای شي طالبان د تروریستي سازمانونو له لیست څخه وباسي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا، د بهرنیو چارو وزارت او د عدلیې وزارت له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته راپور ورکړی و چې ښایي طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه وایستل شي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د ایستلو نوښت د حقیقت څرګندونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت څه باندې درې کاله تېریږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه