طالبان: یوناما په افغانستان کې د تاریاکو د بدیل کښت په اړه غونډه کوي

Photo: @ARG_1880

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې د طالبانو د لومړي وزیر له سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ويلي چې یوناما په افغانستان کې د تاریاکو د بدیل کښت په اړه د هیوادونو او خصوصي بنسټونو له استازو سره غونډه کوي.

د طالبانو د لومړي وزیر دفتر نن (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) اعلامیه خپره کړې او په هغې کې يې د اغلې اوتنبایوا له خولې ويلي چې دې غونډې ته به د طالبانو استازي هم راوبلل شي.

د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې نه ده روښانه شوې چې دا غونډه څه وخت او چيرته جوړېږي.

په دې اعلامیه کې د یوناما د رییس په قول ويل شوي چې له هر ډول نشيي توکو سره مبارزه، د روږدو درملنه او له کروندګرو سره مرسته د دې غونډې نور موضوعات دي.

اغلې اوتنبایوا زیاته کړې: «زیات کار ته اړتیا ده، تر څو د نشيي توکو د څو لسیزو د تولید او کاروبار اغېز ختم کړل شي.»

د طالبانو د لومړي وزیر سياسي مرستیال ويلي چې دا ډله د نشيي توکو په اړه ښکاره دریځ لري او د نشيي توکو کرلو او پېروپلور ته اجازه نه ورکوي.

ده زیاته کړې چې طالبانو له نشيي توکو سره د مبارزې لپاره یو عالي کمیسیون جوړ کړی چې تر غونډې وروسته به له اړوندو ادارو، نړیوالو بنسټونو او یوناما سره هم غونډې ولري.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته بیا-بیا ادعاوې کړې دي چې په افغانستان کې يې د نشيي توکو تولید صفر کچې ته رسولی دی.

خو له دې سره-سره، دې ډلې د روان کال پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د نشيي توکو د لسګونه هکټاره کښتونو د اړولو خبر ورکړی او ځيني وختونه د تاریاکو د اړولو پر سر له سیمه‌ییزو خلګو سره هم په شخړه اوښتي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه