په افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو د خبرو-اترو لپاره سیمې ته د ریچارډ بینټ سفر

UN Photo by Pierre Albouy

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بینټ وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اووه پنځوسمې غونډې تر جوړېدو وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د خبرو-اترو لپاره د سیمې هیوادونو ته سفر کوي.

ده نن (دوشنبه، ۱۲ د وږي) پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي چې په ترکیه کې تر څو ورځني «تاوده» بحث وروسته اوس قطر ته رسېدلی دی.

ښاغلي بینټ ويلي چې د سفر پر مهال يې د افغانستان له بېلابېلو ډلو او افرادو او همدا راز د هیوادونو له کارپوهانو او چارواکو سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه راتلونکې اونۍ په جینیوا کې پيلېږي او ریچارډ بینټ به هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

طالبانو په تازه توګه افغانستان ته د ریچارډ بینټ پر تلو بندیز لګولی او هغه یې د خپل حکومت په وړاندې په «تبلیغات کولو» تورن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي دې پرېکړي ته په غبرګون کې ويلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مستندولو ته دوام ورکوي.

ښاغلي بینټ د خپل ماموریت له پیله بیا تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو درې راپورونه خپاره کړی دي او په دې راپورونو کې يې له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه