د ښځو نړیواله ورځ؛ ننګرهار کې داسې مهال ونمانځل شوه چې ښځې له سختو ننګونو سره مخ دي

اطلاعات روز: د مارچ اتمه چې د ښځو نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې داسې مهال ونمانځل شوه چې ډېری میرمنې یې وروستیو ناامنیو دندو پرېښودو ته اړې کړې دي.

ننګرهار میشتې میرمنې وایې، ان د دوي لپاره د ځانګړې شوې ورځ نمانځنې ته هم په راتلو ډاډه نه وي. د شبنم په نامه یوې میرمن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې ولایت د ښځو روان وضعیت ته اندیښنه وښوده او ویې ویل، ننګرهار کې وېره د هغو میرمنو ډیره ده چې دندې لري او یا هم زده کړي کوي.

نوموړې وایې، ګڼ شمیر میرمنو د امنیتي تهدیدونو له امله دندې پرې ايښي او ځینې په پرېښودو کې زړه نا زړه دي.

شبنم زیاتوي: «ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې ستونزې ډیرې دي، نه یوازې دا چې کورنی تاوتریخوالی دی، بلکې په دې وروستیو کې د ناامنیو زیاتوالي د دې ولایت ښځې اندیښمنې کړي دي او ځینو یې له همدې ویرې دندې پرې ايښي او د کورنۍ له خوا ورته د تګ اجازه نه ورکول کیږي، نور روان حالت د اندیښنې وړ دی.»

ننګرهار کې د ښځو نړیواله ورځ داسې مهال ونمانځل شوه چې په دې ولایت کې ښځې له سختو له هغې ډلې امنیتي ننګونو سره مخې دي.

د شازیه په نامه یوې بلې میرمن اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، میرمنې وروستي خراب امنیتي وضعیت ته اندېښمنې دي او د ښځو ورځې نمانځل هم نمایشي دي. هغه وایې، هېڅوک یې په درد نه دوا کېږي.

د شازیې په وینا له ښار نېولې تر ولسوالیو میرمنې له سختو حالاتو سره مخې دي او هېڅ حکومتي اداره دوی ته په ښه زړه کار نه کوي.

هغه د میرمنو د ملاتړ په برخه کې پر ځينو دولتي او نړیوالو ادارو هم نیوکه کوي او وایې، څه ډول چې لازمه ده افغان میرمنو ته یې په لازمو برخو کې کار نه دی کړی.

شازیه زیاتوي:«څومره ادارې چې دلته په ننګرهار او نورو ولایتونو کې کار کوي د افغان مېرمنو لپاره یې څه ډول چې لازمه ده کار نه دی کړی او کله نا کله چې دا ډول ورځې نمانځي نو دا یې پروژوي او هڅې یو مجبوریت دی. هیله مو دا ده چې مېرمنو ته دې د کار زمنیه برابره شې او هم دې ستونزې حل شي ترڅو میرمنې په خپله وکولای شي د کورنۍ اړتیاوې په خپله پوره کړي.»

په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي چارواکي بیا د میرمنو اندیښنې په ځای بولې او په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې  د ستونزو د حل ژمنه کوي.

د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په خپل ټول توان به میرمنو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو مخنیوي هڅه وکړي.

امرخیل زیاتوي هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د میرمنو د کار پر وړاندې امنیتي او یا نور خنډونه رامنځته کړي. هغه ډاډ ورکړ چې ننګرهار کې د وروستیو امنیتي پېښو عاملین به ونیسي.

امرخیل زیاته کړه: «مېرمنې د ټولنې یواځینی قشر دی چې د افغانستان په جګړه او بدبختیو کې ښکیلې نه دي، خو تاریخونه به دا هم ولیکي چې تر ټولو زیات یې همدا میرمنې قرباني شوي، دوی بورې شوي، کونډې شوي، یتیمې شوي، بې وروره شوي او تر دې هم زیات دردونه ورکړل شوي دی.»

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

په همدې حال کې ننګرهار د ښځو چارو رییسې فتانې عزیزي د ښځو چارو وزیرې حسینې ساپۍ پیغام ولوست چې په کې تر ډیره افغان میرمنې ستایل شوې وې.

فتانه عزیز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ننګرهار کې وروستۍ پېښې به هیڅکله د میرمنو غږ او مبارزه ټپه نه کړي او د جمهوریت تر سيورې لاندې به په امنیتي، ملکي، قضایي او نورو ارګانونو کې د خپلو هیوادوالو سره یو ځای د هېواد لپاره خدمت وکړي.

عزیز زیاته کړه: «که ناامني وي او یا نور برخو کې ستونزې وي خو دا چاره به د میرمنو روانه مبارزه ټکنۍ نه کړي او لا به میرمنې وهڅیږي چې خپله مبارزه ژوندۍ وساتي او په دې برخه کې د مسوولینو پاملرنه هم غواړو.»

که له یوې خوا ښاري انجونې د دندو او زده کړو پر وخت د نا امنۍ رنځ وړې خو کلیوالې هغه یې بیا روغتیایې اسانتیاو او زده کړو ته کم لاسرسی لري او له نورو پرمختګونو بې برخې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه