د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې رییس: زر ښځینه بندیانې لرو

Photo: @GMICafghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس احمد یوسف مستري وايي، چې د زرو ښځو په ګډون د دې ډلې په زندانونو کې ۱۱ زره تنه بندیان دي.

نوموړي نن (یکشنبه، ۱۱ د وږي) د یوه خبري کانفرانس پرمهال وویل، چې د زندانیانو ترمنځ شاوخوا ۷۰۰ تنه کم عمره کسان هم شته دي.

مستري زیاته کړه، چې له ۱۰ زره څخه تر ۱۲ زرو تنو پورې په توقیف کې دي او لاهم محکوم شوي نه دي او د محکمې پرېکړې ته منتظر دي.

د طالبانو په زندانونو کې د وهلو-ټکولو او شکنجې په اړه راپورونه ورکول کېږي، خو د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې رییس دا راپورونه رد کړل، خو د توقیف او تحقیق پر مهال یې له افرادو سره خشن چلند تایید کړ.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د رییس په وینا،  چې د دې ډلې په زندانونو کې شاوخوا ۱۵۰ تنه بهرنیان هم شته دي.

ده همدا راز وویل، چې ملکي امريکايي بندیان ورسره نشته، خو د ده په وینا، ښايي له ځینو ادارو سره په توقیف خانو کې وي.

مستري زیاته کړه، چې په ملکي زندانونو کې ډیری بهرني وګړي له ګاونډیو هیوادونو څخه دي او د فریبکارۍ، جعل کارۍ او تقلب په څېر په بېلابېلو جرمونو کې نيول شوي دي.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې رییس وايي، چې له اتو تر نهو زرو افغان وګړي په ګاونډیو او نورو هیوادونو کې بندیان دي.

د ده په وینا، په ایران کې له شپږ زره زندانیانو څخه تېر کال یو زر او ۱۵۸ تنه هیواد ته انتقال شوي او شاوخوا زر تنه په خپله د ایران له لوري خوشي شوي دي.

مستري وویل، چې له ایران سره هوکړه شوې چې افغان زندانیان افغانستان ته راولېږدوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه