طالبان: په یوه کال کې مو تر ۱۰ زره او ۵۰۰ زیات کسان له نشيي توکو سره د اړوندو جرمونو په تور نيولي

@muftiqani on X

اطلاعات روز: د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې ډلې پولیسو د وروستي يوه کال پر مهال ۱۰ زره او ۵۶۴ تنه له نشيي توکو سره د اړوندو جرمونو په تور نيولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (سې‌شنبه، ۶ د وږي) دا شمېرې په کابل کې د يوې خبرې غونډې پر مهال اعلان کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند ويلي چې د دې افرادو قضیه د طالبانو عدلي او قضایي اورګانونو ته سپارل شوې ده.

ده زیاته کړې چې په دې موده کې ۱۷ زره او ۶۵۱ هکټاره ځمکه هم د نشيي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده، درې زره او ۶۴۳ ټنه نشيي توکي له منځه وړل شوي او د نشيي توکو، الکولي څښاکونو او نشيي ګولیو ۷۹۰ کارخانې ویجاړې شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې شمېرو د اعلان تر څنګ ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د نشيي توکو کرکیله صفر کچې ته رسيدلې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د یوه راپور په خپرولو سره ويلي و چې که څه هم طالبانو د نشيي توکو کرکیله کمه کړې ده، خو د تاریاکو د زېرمو پر خلاف یې هيڅ اقدام نه دی کړی.

د سیګار په راپور کې ويل شوي و چې د «آلیسس» سازمان انځورونه او د معیشت تحلیل او شننه ښيي چې په افغانستان کې د زېرمه شویو تاریاکو کچه پام وړ ده او ۱۶ زره او ۵۶۷ میټریک ټنه ته رسېږي.

دې بنسټ ويلي و چې د تاریاکو کروندګرو د طالبانو له لوري د بندیز تر فرمان وړاندې پام وړ مقدار تاریاک زېرمه کړي او احتکار کړي او له همدې کبله يې بیې هم لوړې شوې دي.

د طالانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د یوه فرمان له لارې د نشيي توکو پر کرکیله، پلور او پېر او استفادې بندیز ولګاوه.

که څه هم پر دې فرمان دوه کاله اوړي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت راپورونه ښيي چې سږ کال هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو پر خپلو ځمکو تاریاک کرلي وو.

طالبان سږ کال د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې له سیمه‌ییزو اوسېدونکو سره د تاریاکو د کرلو پر سر په شخړه واووښتل او د دې ډلې د ډزو په پایله کې څو نفر مړه او ژوبل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه