اطلاعات روز: ننګرهار کې تیره اونۍ د انعکاس تلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو له وژل کېدو وروسته د یاد تلوېزیون یو شمېر کارکوونکو له دندو استفعاوې کړي او دغه راز ښځينه کارکوونکې یې په کور شوي دي.
د دغو استعفاوو اصلي دليل امنيتي اندېښنې ښودل شوې دي.
د دې تلوېزیون مشر انجینیر زلمي لطیفي رسنیو ته ویلي، د شنبې ورځې تر مازیګره یې شپږ کارکوونکو دوی ته استعفاوې استولي او منظور شوي دي.
په تازه استعفاوو کې بیا د انعکاس ټلوېزیون د خبر برخې مشر سمیع الله دراني او د هغه مرستیال ترڅنګ سیمه ییز خبریال جاوید رازمند هم شامل دي.
جاوید رازمند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ده له تېرو دوو کالو راهیسې له انعکاس سره کار کاوه، چې د اوسنۍ استعفا لامل یې امنیتي تهدید دی او له همدې امله ده او نورو همکارانو یې دندې خوشې کړې دي.
دی وايي، د دوی شاوخوا لسو کسانو غوښتل استعفا وکړي، خو اوس دقیق مالومات نه لري چې د څو یې منل شوې دي.
رازمند زیاته کړه:«له تیرو دوو کلونو راهیسې زه په انعکاس تلویزیون کې د سیمه ییز خبریال په توګه کار کوم خو د امنیتي تهدیدونو له امله مې اوس خپله دنده پریښوده او استعفی مې وکړه.»
جاوید رازمند زیاتوي، په تېرو شاوخوا درېو میاشتو کې د دوی د څلورو ښځینه همکارانو وژلو اندېښمن کړي وو او له همدې امله یې نور دغې رسنۍ سره مخه ښه وکړه.
یادو کسانو داسې مهال له خپلو دندو استعفاوې کړي، چې د یاد ټلوېزیون پر درېو کارکوونکو څو ورځې مخکې جلال اباد ښار کې دوه هممهاله بریدونه وشول، چې په کې د دوبلې یا د ډرامو د ژباړې برخې درې کارکوونکې، سعدیه سادات، مرسل او شهناز ووژل شوې او دوه لاروۍ مېرمنې ټپيانې شوې.
خو په ورته مهال ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب مشر شیرشاه همدرد نن (یک شنبه، ۱۷ د کب) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې همدغو خبريالانو له ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل سره تیرماښام په يوه ځانګړې ناسته کې خپلې امنيتي اندېښنې شريکې کړي او د ننګرهار والي له لورې د امنيتي تدابيرو له ډاډ ورکولو وروسته خبريالانو خپلې استعفاوې بېرته اخیستي او ژمنه يې وکړه، چې په عادي شکل به خپلو دندو ته دوام ورکوي.
همدرد زیاتوي: «د انعکاس کارکوونکو چې لس کارکوونکو له دندو استعفاوې کړې وې بیرته خپلو دندو ته ګرځیدلي دوی ته د ننګرهار د والي له لوري ډاډ ورکړل شوی چې امنیت به یې نیسي او په دې برخه کې یې پوره ډاډګیرنه ورکړل شوې چې د یاد ټلویزیون کارکوونکو هم خپلو دندو ته بیرته دوام ورکړ.»
نوموړي همداراز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پخوا په پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، چې سږکال یې د خبریالانو او درسنیو د کارکوونکو پر وړاندې په بیلابیلو برخو کې د تاوتریخوال ۶ قضیې ثبت کړي دي.
همدرد زیاته کړه: «مونږ ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې روان وضعیت ته زیات اندیښمن یو، هیله مو دا ده چې هېڅ ډله دې د رسنیو کارکوونکي نه په نښه کوي او نه دې د دوی پر وړاندې خنډونه جوړوي. د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې سږکال شپږ قضیې د تاوتریخوالي ثبت شوي.»
په همدې حال کې خبریال ایمل ظاهر هم د انعکاس ټلوېزیون د یو شمیر کارکوونکو په ډله ییزه توګه استعفا اندیښمن کړی.
نوموړی وایې، د نورو ولایتونو په څیر ننګرهار کې هم د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات شوي چې له امله یې دوی په کاري چاپیریال کې د خوندیتوب احساس نه کوي او لازمه ده چې مسوولې ادارې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ایمل ظاهر زیاته کړه: «تیره اوونۍ چې ننګرهار کې د یو خصوصي تلویزیون درې ښځينه کارکوونکې ووژل شوې او بیا د ښار په منځ کې دې حالت مونږ اندیښمن کړي یو او د ځان د خوندیتوب احساس نه کوو. زمونږ غوښتنه له حکومت او ښکیلو اړخونو دا ده چې خبریالان دې خپل هدف نه ګرځوي.»
یو بل خبریال عبدالحق عمري بیا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت پر امنیتي ادارو نیوکه وکړه او وېې ویل، تراوسه یې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې هغسې چې لازمه ده پام نه دی کړی.
نوموړی واېې، نه یوازې ننګرهار کې خبریالان د امنیتي ننګونو سره مخ دي بلکې د پخوا په پرتله یې مالومات ته لاسرسی هم سخت شوی دی.
عمري زیاته کړه: «نه یوازې چې دلته امنیتي ګواښونه د خبریالانو پر وړاندې شته بلکې خبریالانو ته په وخت مالومات هم نه ورکول کیږي، زمونږ غوښتنه دا ده چې خبریالانو ته دې په کاري برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.»
دا لومړی ځل نه ده چې د انعکاس تلویزیون په ډله ییزه توکه کارکوونکي استعفا کوي، څو کاله مخکې هم د انعکاس تلوېزیون له لسو ډېرو کارکوونکیو د ځینو ستونزو له امله په ډله ییز ډول استعفاوې کړې وې، چې هغه مهال یې د استعفا ډېر جزیات رسنیز نه شول.
له بلې خوا، روان لمریز کال افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.
تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې د افغانستان په مرکز کابل او ولایتونو کې لس خبریالان وژل شوي.
په دې موده کې د ځینو خبریالانو د کورنیو غړي هم وژل شوي او ځینې ژوبلېدلي دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ګډون د خبریالانو د دفاع بنسټونو او نړیوالو د افغان خبریالانو په وژنې اندېښنه ښودلې او افغان حکومت یې د خبریالانو د ساتنې مسوول بللی دی.
