ننګرهار کې تیزو بارانونو او سیلابونه خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې  شدیدو ورښتونو او سیلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو سربیره درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې تېره ورځ (سې شنبه، ۳۰ د زمري) ناوخته د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله یو ماشوم خپل ژوند بایللی او د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ نور کسان ژوبل شوي دي.

د نوموړي په خبره یادو سېلابونو د جلال اباد ښار اوومې ناحيي اړوند بالا ده، ماما مېني، افغان میني، الفت میني او د خوګیاڼو ولسوالی اړوند چمتلې ښارګوټي کي لسګونه د استوګنې کورونه، هوټلونه او دوکانونو، يو دولتي روغتون، لسګونه پلونو او پلچکونو او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې ته زیان اړولی دی.

بلخوا د ننګرهار د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د چمتوالي امر ادریس ساپي وایي، چې له سیلاب ځپلو کورنیو سره یې لومړنۍ عاجلې مرستې ترسره کړي او دغه راز یې سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستندویه موسېساتو په ګډون ۱۳ د سروې ټيمونه استولي چې له سروې ترسره کیدو وروسته به له اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

دغه راز په سیمه کې سیلاب ځپلو کورنیو ویلي چې د تیرې ورځې د توند ورښت له امله راوتلو سیلابونو د جلال اباد ښار ځينې برخې لاندې کړي او دغه راز په ښار کې سېلابونه عامه کورونو ته ننوتلي او د خلکو کورونه یې تخریب کړي دي.

د خلکو په وینا، چې د دغه ښار په ځينو برخو کې د باران ورېدو وروسته سېلابونه راوتلي چې د مالي زیان ترڅنګ یې د خلکو د تګ‌ راتګ په لارو کې هم خنډونه جوړ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې نږدې يوه مياشت وړاندې هم د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار، سره رود او يو شمیر نورو ولسواليو کې د شدید طوفان او سېلابونو له کبله له سلو زیات کسان مړه او دغه راز سلګونه نور ټپیان شوي وو.

دا په‌ داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمې بدلون له امله د روان کال د اپریل له میاشتې له سختو سېلابونو او شدیدو ورښتونو سره مخ دی چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه