طالبانو په یوه کال کې څه باندې ۲۱ زره او ۳۰۰ د موسیقۍ الې له منځه وړي

اطلاعات روز: د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د وروستي يوه کال پر مهال يې په ټول افغانستان کې ۲۱ زره او ۳۲۸ د موسیقۍ الې له منځه وړي دي.

د دې وزارت د پلان او تقنین رییس محب الله مخلص نن (سې‌شنبه، ۳۰ د زمري) په کابل کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال دا شمیرې د دې وزارت د لاسته راوړنو په توګه یادې کړې دي.

د وروستي يوه کال پر مهال بيا – بيا راپورونه ورکړل شوي چې طالبانو د هیواد له بېلابېلو ولایتونو د موسيقۍ الې را غونډې کړي او سوځولې دي.

دا ډله د موسیقۍ اورېدل «حرام» او «منکر عمل» ګڼي او له همدې کبله د موسيقۍ الات راټولوي او سوځوي يې.

همدا راز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پلان او تقنین رییس د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو «اصلاح» هم یاده کړې او ويلي يې دې چې د وروستي یوه کال پر مهال د رسنیو خپرونې ۹۰ سلنه «اصلاح» شوې دي.

د طالبانو د دې چارواکي په وینا، د اذان وختونه يې پر «یوه وخت» تنظیم کړي او په کابل ښار کې د اذان د خپراوي لپاره يې هم ۴۶۰ سپیکرونه لګولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دې چارواکي د هیواد په بازارونو کې د شخصي کمپیوټرونو د پلټڼې په اړه هم خبر ورکړی او ويلي يې دي چې د یوه کال پر مهال له دې کمپیوټرونو ۲۵ زره او ۶۴۷ «غیر اخلاقي فلمونه» پاک شوي دي.

همدا راز نوموړي د ۴۴۸ «تعویذ لیکونکو» او ۵۲۸ «کوډګرو» د نیولو یادونه هم کړې او ويلي يې دې چې دا کسان د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د هغو شمېرو له مخې چې د طالبانو دې چارواکي خپرې کړي، د وروستي يوه کال پر مهال د دې وزارت مامورینو  ۲۷ زره او ۵۱۸ دولتي او غير دولتي ادارې، ۴۱۹ زره او ۳۶۹ مسجدونه، ۹۶ زره او ۳۵۵ ښوونیز او روغتيايي مرکزونه، ۱۵ زره او ۵۷۵ ورزشځایونه، ۶۸ زره او ۹۷۹ هوټلونه او خوړنځایونه، ۳۹ زره او ۲۱۸ حمامونه او سلمانیانې او ۵۰۰ خیاطۍ پلټلې دي، تر څو د دې وزارت لارښوونې عملي کړي او په دې تړاو یې «لازم اقدامات» کړي دي.

حجاب

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پلان او تقنین معین په ننني خبري کانفرانس کې وویل، چې «د ښځو لپاره د شرعي حجاب د رعایتولو» مسوده تیاره او تصويب شوې ده.

ده زیاته کړه، چې دا طرح د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر تیاره شوې او د همده له لوري تصويب شوې ده.

د طالبانو د دې چارواکي په وینا، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو «نظامي معینیت» هم لري او د هغه د انسجام او فعالیت مسوده هم چمتو شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي مامورینو او محتسبینو بیا-بیا د کابل په ګډون د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې او ځوانې نجونې د «بد حجابۍ» په تور بندیانې کړې دي.

په دې لړ کې يې د تېر کال د سلواغې میاشتې پر مهال د کابل په لوېدیځ دشت برچي او شمالي برخه خیرخانه کې لسګونه ښځې د «بد حجابۍ» په تور نیولې وې.

د دې نجونو نیولو پراخ غبرګونونه راوپارول او د شیعه ګانو مخکښو علماوو د کابل په لوېديځ کې د بد حجابۍ تور رد کړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې هم په خپل راپور کې ويلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مامورینو د دې ډلې د خوښې وړ حجاب د رعایتولو په پلمه قصدا له شیعه او تاجک مېشتو سیمو څخه نجونې نيولې دي.

د ښځو او بشري حقونو فعالانو د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د نجونو او ښځو نیول «اختطاف» بللی و او د مخنيوي غوښتنه یې کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه