د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو ناورین ته د نړۍ غبرګون انتخابي او سمبولیک و

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېيمې کلیزې په تړاو ويلي چې له طالبانو د پوښتنې کولو او په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین د مخنيوي او بشري حقونو د ترویج لپاره نړیوال غبرګون «انتخابي، سمبولیک او ځيني وختونه د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو پر خلاف و».

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲۵ د زمري) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې نړیواله ټولنه نه ده توانيدلې چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې معنادار ګام واخلي.

د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې ويل شوي چې «قوي الفاظ» د طالبانو د بشري حقونو د ځپنې مخنیوی نشي کولای، خو «قوي اقدام» يې کولای شي.

د بښنې نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې له دولتونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ځپنې د مخنيوي لپاره ګام واخلي.

همدا راز دې بنسټ یو نړیوال غوښتنلیک تیار کړی دی او په هغه کې يې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې «د بشري حقونو د نقضونو په تړاو له طالبانو د پوښتنې-ګرویږنې کولو په موخه دې د یوه قوي میکانیزم د جوړولو لپاره بېړني،  قوي او متحدانه اقدامات وکړي».

همدارنګه د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د طالبانو د هڅونې، د جنسيتي ځورونې د ختمولو او په ټولنیزو، سياسي او کلتوري برخو کې د ښځو د معنادار ګډون لپاره د فضا د ایجادولو په موخه دې پر طالبانو له هر ډول فشار څخه استفاده وشي.

دې بنسټ همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د بدني مجازات د ختمولو لپاره دې مشخص اقدامات وکړي او د یوه داسې خپلواک، بې پرې او سالم قضايي سیسټم د را منځ ته کېدو ملاتړ وکړي چې په وسیله يې د ښځو په شمول د افغانستان خلګ عدالت ته لاسرسی ولري.

طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په پراخه توګه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په نقض تورن دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو پر خلاف اقدامات «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی او ويلي يې دې چې د عدالت په نړیواله محکمه کې يې د پلټل کېدو ملاتړ کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه