د کابل د سقوط درېیم کال؛ د طالبانو مشرانو له باګرامه له نړۍ سره د تعامل غوښتنه وکړه

Photo: @GMICafghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو مشرانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ د درېيمې کليزې د لمانځلو په مراسمو کې له نړۍ سره د تعامل او «نېکو اړیکو» غوښتنه وکړه.

دا مراسم نن (چهارشنبه، ۲۴ د زمري) د پروان ولایت په باګرام نظامي اډه کې جوړ شوي و چې د طالبانو سياسي او نظامي مشرانو پکې ګډون کړی وو.

د افغانستان د رسنیو مرکز چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی، راپور ورکړی چې د دې ډلې د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وويل: «د نړۍ له ټولو هیوادونو سره نیکې او حسنه اړیکې غواړو.»

ده زیاته کړې چې طالبانو په خپل بهرني سياست کې «پام وړ لاسته راوړنې» لرلې دي او «په هیواد کې په لسګونو سفارتونه خلاص شوي، بهرني ډيپلوماټان افغانستان ته سفر کوي او په ډيپلوماټیکو غونډو کې د افغانستان (طالبانو) استازي فعال ګډون لري».

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم پر افغانستان د دې ډلې د درېيمې کليزې په مراسمو کې په باګرام کې له نړۍ سره د تعامل غوښتنه وکړه.

حقاني په دې مراسمو کې وويل: «له نړیوالې ټولنې غواړو چې له تر لاسه شوي فرصت څخه استفاده وکړي او له افغانستان (طالبانو) سره د همکارۍ او تعامل لاره خپله کړي.»

په موټرسایکل او زړې بوشکې سره نظامي پریډ

طالب ځواکونو نن پر افغانستان د دې ډلې د واکمنۍ د درېيمې کلیزې په مناسبت په باګرام نظامي اډه کې نظامي پریډ وکړ.

د دې مراسمو په يوه برخه کې د طالبانو نظامیان پر موټرسایکلو د خپلو مشرانو مخ ته تېر شول چې زړې بوشکې هم ورسره وې.

طالبانو د جمهوریت پر خلاف د شل کلنې جګړې پر مهال له موټرسایکلونو په خپلو بریدونو کې استفاده کوله.

همدا راز دې ډلې به په زړو بوشکو کې لاسي مقناطیسي ماینونه ځای پر ځای کول او د سړک پر غاړه، ښارونو او کلیو کې به يې چاودنې ورکولې.

طالبان پر افغانستان د خپلې واکمنۍ درېيمه کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې تر اوسه هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دوی ډېری مشران لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه