طالبانو له خلکو غوښتي چې د دوی په لیکو کې «مفسد» کسان دوی ته په ګوته کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د تصفیې کمیسیون له خپلو جنګیالیو او عامو خلکو غوښتي چې د دغې ډلې په «صفونو» کې د «مفسدو» او «بدې سابقې» لرونکو اشخاصو په پیژندلو کې له دوی سره همکاري وکړي او په اړه یې دوی ته معلومات ورکړي.

دغه کمیسیون په یوه ډیزاین شوې فورمه کې چې یوه کاپي یې اطلاعات روز ته رسیدلې په کې له ټولو خلکو غوښتل شوي چې د طالبانو په لیکو کې د هغو کسانو معلومات ورسره شریک کړي، چې «مفسد» او یا هم خرابه سابقه لري.

د طالبانو د تصفیې کمیسیون په یاده فورمه کې لیکلي: «د ټولو ولایتونو مجاهدینو او عامو مسلمانانو ته خبر ورکول کېږي که چیرې د اسلامي امارت په صف کې مفسد، بدې سابقی لرونکی شخص یا هم یاد کسان په سیمه کې د مجاهدینو، علماوو کرامو متنفیذینو او عامو خلکو په منځ کې منفور وي، نو کولای شئ مکمل شهرت یې د ثبوت او شواهدو سره لاندې شمیرې ته راولیږئ.»

یاد کمیسیون په دغه فورمه کې د هیواد د هر زون لپاره یوه ځانګړې ټیلیفوني شمیره لیکلې چې د واټساپ حساب هم لري او په لاندې برخه کې یې د مطلوب شخص اړوند معلومات سره له ثبوته غوښتي چې د زون اړوند شمیرې ته یې د استولو غوښتنه کړې.

طالبانو پر افغانستان تر ولکې ټینکولو وروسته د صفونو د تصفیې په نوم یو کمیسیون جوړ کړ، چې په تېرو دریو کلونو کې یې په څو مرحلو کې هغه کسان له خپلو لیکو بهر کړي، چې د دوی په باور د طالبانو له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله او «جهادي» مخینه یې نه لرله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه