ننګرهار کې طالبانو له سیمه‌ییزو رسنیو غوښتي چې ټولې سبانۍ خپرونې د دوی د بریا ورځې ته ځانګړې کړي

اطلاعات روز: طالبانو په ننګرهار کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولینو ته امر کړی چې د تیر جمهوري نظام د نسکوریدو د درېیمې کلیزې په مناسبت دې خپلې ټولې تلویزیوني خپرونې او راډیويي پروګرامونه همدې ورځې ته ځانګړي کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي د سیمه‌ییزو رسنیو لپاره په یو ځانګړي وتساپ ګروپ کې د رسنیو له مسولینو په جدیت غوښتي چې خپلې ټولې خپرونې دې سبا (چهارشنبه،۲۴ د زمري) د طالبانو د واکمنۍ درېیمې کلیزې ته ځانګړې کړي.

په همدې حال کې ننګرهار کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ مسوول د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې دوی ته نه یوازې په وتساپ ګروپ کې د یادې ورځې په مناسبت د ځانګړو خپرونو د جوړیدو امر شوی؛ بلکې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مکتوبي ډول هم له دوی غوښتنه شوې چې د یادې ورځې لپاره دې ځانګړي پروګرامونه ترتیب کړي.

ننګرهار کې د یوې بلې سیمه‌ییزې راډیو مسوول هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د طالبانو له لوري ورته په ټینګار سره ویل شوي چې د دې ورځې لپاره ځانګړي پروګرامونه چمتو کړي او په دې برخه کې یې له سیمه ییزو رسنیو د همکارۍ غوښتنه کړې.

طالبان داسې مهال له سیمه‌ییزو رسنیو د خپلې بریا د ورځې د لمانځنې لپاره همکارۍ غواړي چې واک ته د دې ډلې په رسیدو سره ګڼ شمیر رسنۍ د مالي امکاناتو د نشتون له کبله تړل شوې او همدا راز پر رسنیو سانسور زیات شوی او ګڼ خبریالان د طالبانو له لوري له نیول کیدو وروسته زنداني شوي او شکنجه شوي دي.

طالبانو پر دې سربیره په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې له هټیوالو او عامو خلکو غوښتي چې له دوی سره دې د تیر حکومت د سقوط د درېیمې کلیزې په مراسمو کې برخه واخلي او هم دې پر خپلو هټیو د طالبانو سپین بیرغونه نصب کړي او د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه