زابل کې سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو ۱۰ تنه مړه کړل

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز قلات او شینکۍ ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایي، چې تېره شپه (یکشنبه، ۱۴ د زمري) د مرکز قلات ښار او شینکۍ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي، چې د ځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د سېلابي اوبو له جاري کېدو سره ځینې کسان ورک شوي، چې دوی یې د موندلو لپاره پلټنې پېل کړي دي.

جوهر وویل: «د زابل ولایت مرکز قلات د شینکۍ ولسوالۍ د ډب، عینې پیتاو، وسطې، چونۍ او ځینو نورو ساحو کې خلکو ته په زیاته کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي چې د جملې څخه یولس تنو ته مرګز ژوبله اوښتې چې لس کسان مړه شوي چې په هغو کې د ۷ تنو جسدونه پیدا شوي او ۳ تنه لاهم ورک دي، یو بل تن ژوبل شوی.»

د ده په وینا، چې سیمې ته یې پر وخت د ژغورنې ټیمونه لېږلي او لاهم عملیات دوام لري.

هغه زیاته کړه، چې مرکز قلات او د شینکۍ ولسوالۍ ټولو سیمو ته غځیدلې لارې چې د سېلابي اوبو له امله تړل شوې وې بېرته خلاصې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د زابل په ګډون د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه