د تورخم دروازې د تړل کیدو پنځمه ورځ؛ افغان سوداګرو میلیونونه افغانۍ زیان کړی

اطلاعات روز: افغان سوداګر شکایت کوي، چې د تورخم لاره لاهم د پنځمې ورځې لپاره د هغه سوداګریزو موټرو پرمخ تړلې چې چلوونکي یې پر تورخم دروازه د اوښتو لپاره د سفر لنډ مهاله اسناد «ټاډ» نه لري.

سوداګر وايي، چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې په تړل کېدو سره له میلیونونه افغانۍ مالي زیان سره مخامخ شوي او په خبره یې یاده دروازه لاهم تړلې پاتې ده.

ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي وایي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم دواړو خواوو ته د افغان سوداګرو نږدې ۱۰۰۰ سوداګریزې لارۍ چې په کې د هیواد تازه مېوې، ترکاري او نور خوراکي توکي بار دي دریدلي، چې له امله یې یاد توکي خراب او دوی له زیان سره مخ شوي دي.

نوموړی وایي، د سفر موقتي سند لرونکي افغان او پاکستاني بار وړونکي موټر چلوونکي له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ کوي، خو هغوی چې دا سند نه لري موټرې یې له تازه میوې، سبزجاتو او نورو توکو باره ډکې ولاړې دي.

عظیمي وویل: «د تورخم دیخوا ته شاوخوا ۵۰۰ د افغان سوداګرو لارۍ چې په کې خوراکي توکي تازه میوې، سبزیجات او نور توکي بار دي دریدلي او دغه راز د تورخم پاکستان طرف ته هم همدومره شمیر موټرې ولاړې دي چې د سفر موقتي سند نه لري او هغه موټر چلوونکي چې یاد سند لري تګ راتګ کوي او هغه نور چې نه لري ولاړ دي، له همدې کبله سوداګرو ته په میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی او هره ورځ دا زیان په لوړیدو دی ځکه هغه څه چې موټرو کې بار دي خوسا کېږي.»

نوموړی له دواړو حکومتونو غوښتنه کوي چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي تر څو د سوداګرۍ په برخه کې ورته نورې ستونزه رامنځته نه شي.

د تازه میوې یو سوداګر حاجي رحمت الله وایي، د تورخم لارې تړل کېدو له کبله یې د هندواڼو، خربوزو او انګورو بار دوه موټرې له تورخم دې غاړې ته له څو ورځو راهیسې بندې پاتې دي.

د هغه په خبره په موټرو کې د بار تازه میوو یې زیاته برخه خوسا شوې او پاتې هغه یې نن په نیمه بیه د جلال اباد ښار په سبزۍ منډوي کې پلورلي دي.

د نوموړي په وینا تورخم کې په زیات شمیر بار وړونکې موټر چې د خالي کېدو امکان يې کم دی، د پاکستان لخوا کوزې پښتونخوا ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

حاجي رحمت الله زیاتوي: «نن پنځمه ورځ پوره کېږي چې تورخم کې سلګونه لارۍ د افغانستان له اړخه ولاړې پاتې دي او په دې کې زیاتره تازه میوه او سبزیجات دي، زما دوه موټرې چې په کې تازه میوې او سبزي بار وه زیاتره برخه یې خوسا شوې وه او پاتې نور هم د خوسا کیدو له ګواښ سره مخ وه، نو ځکه مې نن بیرته جلال اباد ښار کې په نیمه بیه وپلورل خو په ټوله کې د تورخم لارې تړل کیدو سوداګرو ته زیات زیان اړولی دی.»

نوموړی ادعا کوي، چې په پاکستان کې د افغان سفارت او قونسلګرۍ له‌خوا د موقتي ننوتلو سند د وېش چارې ژر ترسره کیږي، خو په افغانستان کې بیا د پاکستان سفارت د موټر چلوونکو لپاره پر تورخم د اوښتو موقتي سند چارې په ځنډ ترسره کوي او څو ورځې وخت نیسي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار کې د ځایي طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو د بار بار هڅو سره دوی زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.

بلخوا  پاکستاني چارواکو ویلي، هغه موټر چلوونکي چې له دې لارې تګ راتګ کوي باید د لنډ مهال ننوتلو سند ولري او دوی ته د دې سند د ترلاسه کولو لپاره د جولای تر ۳۱مې پورې وروستۍ نېټه ورکړل شوی وه.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې دوی دا کار د امنیت د ټینګښت په موخه کړی او د تورخم دروازې او نورو ټولو لارو څخه د ورتلوونکو باروړنکو موټرو لپاره د موقتي سفر د سند لرل اجباري کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د تورخم دروازه د تازه سبزیجاتو او میوو حاصل ته د رسیدو او تولید پر وخت تړي، بلکې تېر کال یې هم یاده لاره د زیات وخت لپاره تړلې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه