ایران په وروستیو اوو میاشتو کې ۲۰ افغان وګړي اعدام کړي دي

mehr

اطلاعات روز: د «ایران د بشري حقونو سازمان» د یوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د روان میلادي کال د لومړیو اوو میاشتو پر مهال په ایران کې ۲۰ افغان وګړي اعدام شوي دي.

د دې بنسټ راپور چې تېره ورځ (شنبه، ۱۳ د زمري) خپور شوی، پکې راغلي چې ایران په دې موده کې لږ تر لږه ۳۰۰ تنه اعدام کړي دي.

له دې راپور سره سم، په دې لړ کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان، ۲۰ افغانان او ۱۵ ښځې وې چې اعدام شوي دي.

په دې راپور کې پر افغانانو د لګېدلو تورونو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو تر دې وړاندې د بشري حقونو یو شمېر ايراني بنسټونو راپور ورکړی و چې پر افغانانو له نشيي توکو سره تړلي تورونه لګېدلي وو.

په دې راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو اوو میاشتو پر مهال د اعدام شویو تر منځ لږ تر لږه پر ۱۷۲ تنو د «نشيي توکو» تور، پر ۱۱۰ تنو د «عمد قتل» تور، پر ۱۵ تنو د فساد فی الارض، محاربې او بغې تور، پر پنځو تنو «اسراییلو ته د جاسوسۍ» تور، پر پنځو «له اهل سنت ډلو» سره د تړاو تور، پر پنځو «سياسي او امنيتي» تورونه او پر درو نورو د «جبري جنسي عمل» تور لګېدلی و.

د ایران د بشري حقونو سازمان ويلي چې د تېرو درو کلونو پر مهال د هغو زندانیانو د اعدام شمېر زیات و چې له نشيي توکو سره تړلي تورونه پرې لګېدلي و، خو سږ کال دا شمېر کم دی. د دې سازمان په وینا، سږ کال د تېر کال د همدې موده په پرتله ۲۰ سلنه کمښت پکې راغلی او په دې تورونو ۱۷۲ تنه اعدام شوي دي.

دې بنسټ زیاته کړې چې په ټوله کې د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د اعدام شمېر ۳۰ سلنه کم شوی دی او لامل يې د پارلمان ټاکنې، د ولسمشرۍ دوه ځلې ټولټاکنې او د ابراهیم رييسي مړينه ده.

د ایران د بشري حقونو د سازمان له شمېرو سره سم، دې هیواد د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۴۳۰ تنه اعدام کړي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران په زندانونو کې په پرلپسې توګه د اعدامونو د کېدو په تړاو خبرداری ورکړی او په دې هیواد کې يې د اعدام مسلې ته د نړیوالې ټولنې او عامو وګړو پاملرنه غوښتې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه