تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار په تورخم کې ځایي سرچینې وایې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لار یو ځل بیا د تیرې پنجشنبې (۱۰ د زمري) له شپې راهیسې د ترانزیټي مالونو د انتقال پر مخ تړل شوې او د موټرچلوونکو په وینا چې سلګونه موټر د افغانستان لور ته منتظر دي تر څو د تګ اجازه ورکړل شي.

اطلاعات روز ته د بار وړونکو موټرو چلوونکو ويلي چې د پاکستان لوری ترې د ټاډ په نوم د یوه ځانګړي سند غوښتنه کوي، خو د زین الله په نوم يوه موټر چلوونکي ويلي چې دا سند وړاندې د ويزې او پاسپورټ پر ځای کارېده او پاکستانی لوری ورته وايي چې دا سند دې بیرته تازه کړي. نوموړی ادعا کوي چې پاکستاني پولیس په پیسو موټرو ته د تګ اجازه ورکوي.

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ډاکټر مخلص احمد د تورخم له لارې د باروړنکو موټرو د دریدو لامل د صادراتي او وارداتي وسایطو د موقتي قرارداد «ټاد» د مودې پای ته رسېدل یادوي. د ده په وینا، «ټاد» يو لنډمهالى سند دى چې د افغانستان او پاکستان د ګډې هوکړې پر بنسټ د باروړونکو موټرو چلوونکو ته ورکړل شوى او د پاسپورټ او ويزې پر ځاى ترې کار اخیستل کیږي.

د مخلص د معلوماتو له مخې د یاد سند د اعتبار موده شپږ میاشتې وه چې اوسمهال یې پاکستاني چارواکي پر نوي کیدو ټینګار کوي.

د نوموړي په وینا د هغې هوکړې پر بنسټ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د پاکستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د پلاوي تر منځ شوې، هېڅ موټر چلوونکی نشي کولای له ټاد سند پرته پر تورخم واوړي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس تر اوسه د افغانستان ١۴٠٠ لاريو او د پاکستان ١٠٠٠ لاريو د«ټاډ»په نامه سند تر لاسه کړى دى.

په همدې حال تورخم کې یوې مهمې سرچینې اطلاعات روز ته تایید کړې چې د پاکستان له خوا افغان سوداګریزو موټرو بندولو په غبرګون کې طالبانو هم پر پاکستاني لارۍ موټرو بنديز لګولی دی.

سرچینه زیاتوي طالب چارواکو پاکستاني لوري ته ویلي چې هغه وخت به د پاکستان باروړونکو موټرو ته اجازه ورکړي تر څو یې افغان سوداګریزو موټرو ته د تورخم لاره نه وي خلاصه کړي.

حضرت ولي چې پر یاده لاره د سوداګریزو توکو د انتقال باروړنکی موټر چلوي وایې، چې د یادې لارې د تړل کیدو له کبله په موټرو کې بار د افغانستان تازه میوې او سبزیجات د خوسا کیدو له ګواښ سره دي. نوموړی اندیښنه لري چې که د تورخم لار ژر خلاصه نه شي، نو سوداګرو او بڼوالو ته به په ميليونونو افغانۍ زيان واوړي.

د حاجي نور شاه په نامه د تازه میوې او سزیجاتو افغان سوداګر هم د یادې لارې تړل کیدو اندیښمن کړی او د طالبانو له حکومته غواړي چې د یادې لارې د خلاصون لپاره دې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د پاکستان له لوري دا لومړی ځل نه دی چې تورخم دروازه د مېوو او سبزیجاتو د لېږدېدوونکو موټرو پر مخ تړل کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم د بیلابیلو لاملونو له کبله یاده لاره د سوداګرۍ او عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه