د طالبانو مشر په سرحدي ولسوالیو کې د خپلې ډلې ځواکونو ته د سفر لګښت ورکوي

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په «سویلي او ختيځ» زونونو کې په سرحدي ولسوالیو کې د دې ډلې ځواکونو ته له دوه زره او ۵۰۰ څخه تر څلور زره او ۵۰۰ افغانیو پورې د سفر میاشتنی لګښت ټاکلی دی.

د دې ډلې مالیې وزارت ته د طالبانو د مشر په فرمان کې چې یوه نسخه يې اطلاعات روز هم تر لاسه کړې، ويل شوي چې په سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو هر کس ته دې له کوره د هغه واټن ته په پام د سفر لګښت ورکړل شي. د طالبانو په منځ کې ځينو سرچینو دا مکتوب تایید کړی دی.

د دې امر له مخې، د طالبانو هغو سرحدي ځواکونو ته چې کار ځای يې له کوره ۲۵۰ کیلومیټره لیرې وي، د میاشتې زر او ۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

همدا راز د کومو کسانو د کار ځای او کور تر منځ واټن چې له ۲۵۰ کیلومیټره څخه بیا تر ۵۰۰ کیلومیټرو پورې وي، هغوی ته درې زره افغانۍ ورکول کېږي.

همدارنګه کوم کسان چې تر ۵۰۰ کیلومیټره زیات له خپله کوره ليرې دي، د میاشتې ورته څلور زره او ۵۰۰ افغانۍ د سفر لګښت ورکول کېږي.

د طالبانو مشر زیاته کړې چې د دې ډلې د سرحدي ځواکونو لګښتونه «او کوټ، بوټونه، جامې او د ژمي سونتوکي دې ورته د دروګونو اورګانونو له مشخص کوډ څخه په معتمد وجه کې اجرا شي تر څو دا امکانات پر وخت طالب ځواکونو ته ورسېږي».

د طالبانو حکومت د خپلې بودجې جزییات نه شريکوي، خو داسې ښکاري چې د طالبانو د عایداتو زیاته برخه د دوی د ځواکونو پر معاشاتو لګېږي.

طالب چارواکي وايي چې يوازې د دې ډلې د پوځ شمېر ۱۵۰ زرو تنو ته رسېږي.

د طالبانو مشر په داسې مهال کې د خپلې ډلې د ځواکونو امتیازات لوړوي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دولتي کارمندانو امتیازات کم شوي دي. هبت الله اخوندزاده په دې وروستیو کې پر کور د ناستو ښځینه کارمندانو معاش پنځه زره افغانۍ تعین کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه