معترضې ښځې په افغانستان کې د ښځو «وحشتناک» وضعیت ته د نړۍ د پاملرنې غوښتونکې شوې

اطلاعات روز: یو شمېر معترضو ښځو په یوه ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو ناوړه وضعیت ته پام وکړي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب او ساتنې لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دوی لیکلي، چې دا اعلامیه یې د افغانستان د تاریخ په دې توره او دردونکې دوره کې له غمه په ډک زړه او غوسه کې خپرې کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ښځې د «طالبانو د ظالم او جابر رژیم» په چوکاټ کې له ټولو ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو څخه په سیستماتیک ډول ایستل شوې دي.

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د دغه ناوړه وضعیت پر وړاندې د دوی تر څنګ ودرېږي.

دوی ټینګار کړی، چې طالبان باید له هیڅ ډول مالی او سیاسی ملاتړه برخمن نه شي او د دې ډلې مشران باید د بشری حقونو او ښځو له حقونو څخه په انکار د ترهګرې ډلې په توګه په نړیوال تور لیست کې واچول شی.

معترضو ښځو ویلي، چې د امریکا له خوا طالبانو ته میاشتنۍ پیسې ترسره کېږي.  په همدې حال کې امریکا له طالبانو سره هر ډول مالي مرستې ردوي.

دغو میرمنو ټینګار ویلي: «موږ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو څخه غواړو چې د افغان میرمنو وضعیت ته سمدستي او جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.  موږ باور لرو چې په پیوستون او ګډو هڅو سره کولای شو دغه وحشتناک وضعیت ته د پای ټکی کېږدو.»

معترضو ښځو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر کرن ډیکر وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کړې او د هغه خبرې یې مایوسوونکي بللې دي.

کرن ډیکر ویلي، چې د دوحې په دریمه غونډه کې د طالبانو استازو ادعا کړې چې افغانستان نن په هغه لاره روان دی چې د دغه هیواد وګړو یې غوښتنه کوله.

معترضو ښځو ویلي، چې طالبان هېڅکله د افغانستان د خلکو له خوا نه دي منل شوي او نه به یې خوښ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه