متیو میلر: طالبان دې ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نه کېږي

Photo: state.gov

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له طالبانو غوښتي چې ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نه ترسره کېږي.

نوموړي پرون ورځ (سې‌شنبې،۲۶ د چنګاښ) د يوه خبري کانفرانس پر مهال ویلي، چې د ترهګرو ډلو له لوري د افغانستان د خاورې نه کارول له طالبانو سره په تعامل کې يو لومړیتوب و او دی.

ميلر دا څرګندونې په افغانستان کې د پاکستاني جنګيالو د شتون په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي، چې د پاکستان خلک د تاوتریخجنو افراطیانو او ترهګرو له لاسه ډېر کړېدلي دي.

ده زياته کړې: «موږ د پاکستان له خلکو او دولت سره د سيمه‌ييز امنيت له ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لرو … او موږ همدا راز له طالبانو غواړو چې ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نه ترسره کېږي. دا زموږ لپاره له هغوی سره په تعامل کې يو لومړيتوب و او دی.»

پاکستان ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان يا هم ټي ټي پي په افغانستان کې امن پناهځایونه لري او له دې هيواده خپل بريدونه پلانوي.

پر بنديزونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې تقريبا له شپږ زرو څخه تر شپږ زره او ۵۰۰ پورې جنګيالي لري او په دې هيواد کې ستره ترهګره ډله ده.

خو، طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو ټولو بهرنیو ډلو شتون ردوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه