د محرم پر مراسمو د طالبانو محدودیتونو ته اعتراض؛  طالبانو د هرات په جبریل کې یو کس وواژه

اطلاعات روز: د هرات په شیعه میشتې سیمې جبریل کې سرچینې تاییدوي چې طالبانو هغه کس چې د محرم د مراسمو پر محدودیت یې اعتراض درلود وژلی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وژل شوى کس حبيب نومېده او د جبریل د سيد اباد سيمې اوسېدونکی و.  یوې سرچینې وویل چې حبیب شاوخوا ۳۰ کلن او د دوو ماشومانو پلار و.

یوه سرچینه وايي، دغه سړی د افغان پوځ پخوانی سرتېری و او په دې وروستیو کې په رواني ناروغۍ اخته و.  نورو سرچینو بیا په پخواني پوځ کې د دغه کس د غړیتوب په اړه بې خبري ښودلې.

په جبریل کې سرچینې د طالبانو لخوا د حبیب د وژل کیدو په اړه بیلابیلې څرګندونې کوي.

یوې سرچینې وویل، چې حبیب په خپل موټرسایکل کې د محرم د ماتم بیرغ لګولی و، چې په جبریل کې د طالبانو د «تور حمام» پوستې ځواکونو د هغه بیرغ څیرې کړی او په پایله کې د حبیب او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.

د سرچينې په وينا، د دې نښتې په ترڅ کې د طالبانو غړو په حبيب ډزې کړي او وژلی یې دی.  سرچينې زياته کړه، چې دا پېښه د پنجشنبې په شپه (۲۱ د چنګاښ) رامنځته شوې.

د سیمې یو اوسیدونکی وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د جبریل د اوسیدونکو یوې ډلې پلان درلود چې پر محرم د طالبانو د بندیزونو پر ضد لاریون وکړي، خو د امنیتي ګواښ له امله له دې کار تېر شول.

خو د سرچينې په وينا، طالبانو د حبيب په ګډون د جبريل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي نيولي او بيا يې د سيمې د مشرانو په ضمانت خوشې کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې حبيب هم د شپې مهال د طالبانو د «تور حمام» پوستې مخې ته اعتراض کوي او وايي، چې دغه ډله بايد د محرم پر مراسمو محدوديتونه وضع نه کړي او بيرغونه دې نه څیري کوي. د سرچينې د ادعا له مخې، طالبان پوهېدل چې حبيب په پخوانۍ اردو کې دى، نو د پوستې مخې ته يې پر هغه ډزې وکړې.

دغه سرچينه وايي، چې حبيب د تېر حکومت په پوځ کې و او د حکومت له ړنګېدو وروسته په عصبي ناروغۍ اخته شوی و.

بلخوا بیا د سيمې يو اوسېدونکي په اردو کې د حبيب له غړيتوب څخه ناخبري ښیي او وایي، چې هغه او څو نورو کسانو د شپې مهال د طالبانو پر پوسته بريد کړی او د طالبانو د ډزو په پايله کې وژل شوی دی.

د سرچينې په وينا، د طالبانو پوستې د ګذر د وکيل په همکارۍ د حبيب خپلوانو ته ويلي، چې هغه رواني ستونزه درلوده او ځان وژنه يې کړې ده.

د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د محرم په مراسمو کې محدودیتونه وضع کړي او د هرات په شیعه میشتو سیمو کې د دې بندیز نه د سرغړونې په خاطر ښاریان وهل شوي او نیول شوي دي.

د بیرغونو لګولو او د ماتم کوونکو ډله ډله ګرځیدل د محرم پر مراسمو د طالبانو یو له محدودیتونو څخه دي.

په هرات کې ځايي سرچينې وايي، چې تېره شپه (جمعه، ۲۲ د چنګاښ) طالبانو يو ځل بيا غوښتل چې په شیعه میشتې سیمې حاجي عباس کې د محرم د ماتم بيرغونه ښکته کړي، خو د ځايي خلکو له سخت غبرګون او لاريون سره مخ شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حاجي عباس سیمه کې يوې ډلې ځوانانو طالبانو ته اجازه ورنه کړه چې د ماتم بيرغونو راټول کړي.

په ټولنيزو شبکو کې د حاجي عباس د سيمې د اوسېدونکو د غونډې او لاريون ويډيوګانې هم خپرې شوې دي.  لاریون کوونکو د «لبیک یا حسین» شعارونه ورکول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د ګذر وکیلانو او د سيمه ييزو مشرانو په همکارۍ د لاريون د پراخېدو مخه نيولې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه