د روسيې او هند مشران د يوه سولييز او له تروریزم او نشيي توکو خلاص افغانستان ملاتړ کوي

Russian MFA

اطلاعات روز: د هند او روسيې مشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې د افغانستان وضعيت ته هم اشاره کړې او دواړو لورو «د خپلواک، متحد او سولییز، له تروریزم، جګړې او نشيي توکو خلاص داسې افغانستان ملاتړ کړی چې له ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د ټولنې د تر ټولو متضررو اقشارو په شمول بشري حقونو او ازاديو ته درناوی ولري».

دا اعلامیه مسکو ته د هند د لومړي وزير تر سفر وروسته خپره شوې ده.

د مودي او پوتين په ګډه اعلامیه کې چې د هند د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې، راغلي چې دواړو لورو «د امنيتي وضعيت او په سیمه کې يې د پايلو، د اوسني سياسي وضعيت، له ترهګرۍ سره اړوندو مسایلو، راډیکال کېدلو او نشيي توکو د قاچاق په شمول» د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

د روسيې او هند مشرانو د افغانستان د کړکېچ د حل کولو په برخه کې د تسهيل په خاطر د فرمټ مسکو د غونډو پر مهم رول ټينګار کړی دی.

دوی د افغانستان په تړاو د هند او روسيې نژدې همغږۍ ته هم اشاره کړې.

د روسيې او هند مشرانو په خپله اعلاميه کې په ډاګه تروریزم او تاوتریخجن افراطیت چې په هره بڼه وي، غندلی دی.

دوی په هند او روسیه کې وروستیو بريدونو ته په اشارې ټينګار کړی چې دا بريدونه له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د پياوړي کولو لپاره يوه ترخه يادونه ده.

دواړو لورو په دې برخه کې د همکارۍ د زياتوالي ارزښت ته په اشارې له پټو او دوه ګونو چلندونو پرته د نړيوالو حقونو او د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس د تروريزم او افراطیت پر خلاف د نړيوالې سازش نه منونکې مبارزې غوښتنه کړې.

دوی د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه‌ليکونو پر غوڅې اجرا او همدا راز له تروريزم سره د ملګرو ملتونو د نړيوال لارښود پر پلي کولو ټينګار کړی دی.

د هند او روسيې مشرانو له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د هيوادونو او صلاحيت لرونکو چارواکو پر اصلي مسوولیت ټينګار کړی دی او ويلي يې دې چې له ترهګریزو ګواښونو سره د مقابلې او د هغو د مخنيوي لپاره نړيوالې هڅې بايد په بشپړه توګه له نړیوالو قوانينو سره سم د دوی له تعهداتو سره مطابقت ولري.

دوی غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د نړیوال تروریزم جامع کنوانسیون دې ژر نهايي او تصويب شي او همدا راز له ترهګرۍ او تاوتریخجن افراطیت سره د مقابلې په برخه کې دې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه‌ليکونو پلي شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه