طالبانو په کندهار کې تړل شویو صرافیو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړه او د جواز اخیستو شرایط یې اسان کړل

اطلاعات روز: په سویلي حوزه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک څانګې په کندهار ولایت کې ټولو تړل شویو صرافیو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړې او د شرایطو په اسانه کولو صرافانو ته ویل شوي چې په ټاکلې موده کې جوازونه واخلي.

کندهار کې د صرافانو ټولنې مشر حاجي قندي اغا نن (چهارشنبه، ۲۰ د چنګاښ) وویل، چې پرون مازدیګر مهال د افغانستان بانک د مسوولینو او صرافانو ترمنځ د ناستې په پایله کې صرافانو ته د جواز فیس معاف او ترڅنګ یې د بانکي تضمین او پانکې د ښودلو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د جواز اخیستلو لپاره د شرایطو اسانه کیدو سره ټول صرافان اړ دي چې تر راتلونکې اونۍ پورې نوي جوازونه واخلي.

د طالبانو له لوري د صرافۍ جواز اخیستلو په پخوانۍ شرط پاڼه کې ویل شوي، چې هر صراف باید په پلازمینه کابل کې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ، د زونونو په مرکزونو (کندهار، هرات، بلخ، کندز، ننګرهار او پکتیا) کې ۸۰ میلیونه افغانۍ او په نورو ولایتونو کې ۵۰ میلیونه افغانۍ نغدي پانګه ولري او ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي تضمین او معتبر ضمانت وړاندې کړي، که چیرې صرافان معتبر ضمانت وړاندې نه کړي، نو اړ دي چې د زونونو په مرکزونو کې ۲۰ میلیونه او په نورو ولایتونو کې ۱۰ میلیونه افغانۍ د افغانستان بانک ته تضمین ورکړي.

د کندهار د صرافانو ټولنې مشر وایي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په خپله نوې پریکړه کې د صرافیو جواز اخیستو لپاره بانکي تضمین له ۱۰۰ لکه افغانیو څخه ۶۶ لکه افغانیو ته راټیټ کړی او همدارنګه یې د جواز دوه لکه فیس معاف کړی او د پانکې کچه یې ۵۳۰ لکو افغانیو ته راکمه کړې ده. هغه دا نه ویلي چې یاد شرایط یوازې د کندهار ولایت لپاره په پام کې نیول شوي او که د ټول هیواد د صرافانو لپاره دي.

قندي اغا د کوچنیو یا کواټ صرافیو په اړه وویل: «وړې صرافۍ اړې دي چې له لویو شرکتي صرافیو څخه د کارټونو په شکل جواز واخلي، هره لویه صرافي درې کواټ صرافیو ته کارټ ورکولای شي، دا نور تضمین او بل څه ته اړتیا نه لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سویلي څانګې په کندهار ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ لویې او وړې صرافۍ د جواز نه لرلو له امله تړلې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه