يوناما: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت فعالیتونه د وګړو د حقونو او ازادیو نقض دی

Photo: BNA

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د فعالیتونو په اړه راپور خپور کړی او ويلي يې دې چې د دې وزارت فعالیتونو د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازادیو منفي او په ځانګړې توګه پر ښځو تبعيضي او غير مناسب اغېز کړی دی.

دا راپور چې نن (سې‌شنبه، ۱۹ د چنګاښ) خپور شوی دی، پکې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ماموریت او ليدلوری «د ټولنې اصلاح ده – په داسې توګه چې خلګ له طالبي ليد سره سم ارزښتونه ومني او د اسلامي قانون پيروي په هغسې توګه وکړي لکه څرنګه چې يې دا ډله تفسيروي.»

د يوناما د راپور له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې ډلې د رهبر فرمانونه او هغه دستور العملونه پلي کوي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر يې بولي.

په دې راپور کې راغلي چې که له دې دستور العملونو څخه هر يو يې عملي نشي، ښايي پايله يې سخت مجازات وي.

له دې راپور سره سم، د طالبانو امر بالمعروف وزارت ټينګار کوي د دې وزارت دستور العملونه د سپارښتنې حيثيت لري؛ خو يوناما د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ مياشتې پورې د امر بالمعروف د مامورینو يو زر او ۳۳ ناوړه ګټې اخيستنې مستندې کړې دي چې هغوی د دستور العملونو د اجرا پر مهال له زوره کار اخيستی او د افرادو د ازادۍ، رواني او روحي روغتيا د نقض لامل شوي دي.

يوناما په خپل راپور کې ويلي چې ډېری دستور العملونه د ښځو په ټولنيز او خصوصي ژوند کې لاسوهنه ده.

يوناما په دې تړاو زياته کړې چې پر ښځینه سينګارتونونو بنديز، په فيلمونو کې د ښځو پر ګډون بنديز او په قصدي توګه د ښځو ټول کارونه او بوختياوې ختمول کار او د ژوند مناسبو معيارونو ته د هغوی لاسرسی محدودوي.

همدا راز د يوناما په وينا، دا چې له محرم پرته د ښځو پر سفر بنديز دی، له همدې امله هغوی ازاد تګ-راتګ نشي کولای او کار او روغتيايي پاملرنو ته په لاسرسي کې له محدوديت سره مخ کېږي.

د يوناما په راپور کې همدا راز ويل شوي چې پارکونو، لوبغالو او عمومي حمامونو ته د ښځو پر لاسرسي بنديز د جسمي او رواني روغتيا د تر لاسه کولو لپاره د هغوی پر حق اغېز کوي.

يوناما زياته کړې چې د حامله‌توب د مخنيوي درملو ته د ښځو پر لاسرسي بنديز جنسي روغتيا او د حامله‌توب روغتیا ته د هغوی د لاسرسي حق نقض کړی دی.

يوناما زياته کړې چې د دې ولايت د بشري حقونو دفتر په بلخ او ميدان وردګ ولایتونو کې داسې موارد ثبت کړي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر محلي روغتيايي مرکزونو ته امر کړی چې ښځو ته دې د حمل د مخنيوي درمل نه ورکوي خو طالبان وايي چې د حمل د مخنيوي درمل نه دې منع شوي.

يوناما په خپل راپور کې ويلي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د هغو فعالیتونو د مخنيوي لپاره چې دوی يې غير اسلامي بولي ګڼ بنديزونه لګولي دي.

په دې لړ کې دې وزارت د موسيقي پر اورېدلو، د قليون پر استفادې، د انسان او حیوان د انځور پر لګولو، د نوروز او مینو د ورځې پر لمانځلو بنديز لګولی دی.

د يوناما په راپور کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت رول د ژوند او عمومي چلند په ډېرو برخو کې پر پراخېدو دی.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو بنسټونو ويلي و چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت د وګړو د حقونو د ازاديو په نقض کې پراخ رول لري.

دا وزارت د افغانستان د ښځو د وزارت په ودانۍ کې تأسيس شوی او د طالبانو د منتقدينو په اند د دې ډلې په حکومت کې تر ټولو پياوړی وزارت دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه