د هیواد په دریو ولایتونو کې درې تنو ځانونه وژلي

اطلاعات روز: په کندهار، ننګرهار او بدخشان کې ځایي سرچینې او طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په دغو ولایتونو کې یوې ښځې او دوو ځوانانو ځانونه وژلي دي.

د سرچینو په وینا، دغو درې تنو تېره ورځ (دوشنبه، ۱۸ د چنګاښ) د کورنۍ شخړو او تاوتریخوالي له کبله په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.

کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید وایي، تېره ورځ د دغه ولایت د اوومې حوزې په مربوطاتو کې د مدد په نوم یو ۲۲ کلن ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان زندۍ کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د دې پېښې په تړاو یې پلټنې پېل کړې دي.

په همدې حال کې ځایي سرچینو بیا وویل، چې مدد نومي ځوان تر دې وړاندې هم له خپلې کورنۍ سره شخړې کړې وې، خو د پروني جنجال وروسته له کوره وتلی او د اوومې حوزې اړوند «پنجواهي دوراهي» سیمه کې یې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

ورته مهال د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی ګل نام وایي، چې د دغې ولسوالۍ د دار ګلۍ قریې اړوند «ووت» سیمه کې یو ۱۸ کلن ځوان په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې مړ شوی ځوان په اصل د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې اوس مهال په کامې ولسوالۍ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده.

ګل نام زیاتوي:« دغه ځوان ته یې پلار کوژه کړې وه، خو دغه ځوان ورته ویلي و، کومه نجلۍ یې چې ده ته نکاح کړې خوښه یې نه ده، نو په همدې خبره یې له پلار سره جنجال کړی او بیا یې ځان په خپل کور کې زندۍ کړی او وژلی دی.»

دغه راز بدخشان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې تېره ورځ د دې ولایت د مرکز فیض اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «ده پایان چته» سیمه کې یوې ښځې د کورنۍ شخړې وروسته د موږکو په دوا خوړلو سره ځان وژنه کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادې مېرمن روغتون ته تر لېږدېدو وروسته ساه ورکړې.

یوه اونۍ وړاندې هم د بدخشان په مرکز کې یو ۲۱ کلن ځوان د موږکو دوا خوړلو سره ځان وژنه کړې وه.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، بې روزګاري، اقتصادي ستونزې او رواني ناروغۍ بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه