طالبان: د تېرو درو ورځو پر مهال شاوخوا ۱۲ زره کډوال له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د وروستیو درو ورځو پر مهال له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته ۱۱ زره او ۹۹۷ کډوال راستانه شوي دي.

دې وزارت نن (شنبه، ۱۶ د چنګاښ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا افراد د چنګاښ له ۱۲ څخه تر ۱۵مې نيټې پورې د اسلام کلا، پل ابريشم، سپين بولدک او تورخم له لارو هيواد ته راغلي دي.

د دې وزارت د اعلاميې له مخې، په دې موده کې اووه زره او ۱۲۵ تنه د اسلام کلا او درې زره او ۵۲۰ تنه د نيمروز ولایت د پل ابریشم له لارې له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.

د دې وزارت په اعلامیه کې ويل شوي چې په دې موده کې ۷۸۱ تنه د تورخم او ۵۷۱ تنه نور د سپين بولدک له لارې له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت زياته کړې چې دا افراد تر ثبت وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ دفترونو، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د خوړو نړیوال سازمان ته د مرستو د تر لاسه کولو لپاره ور پېژندل شوي دي.

د روان کال پر مهال له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل او راستنېدل په پرلپسې توګه دوام لري.

تر اوسه د هغو کډوالو دقيق شمېر نه دی خپور شوی چې د روان کال پر مهال له دې دوو هيوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

تېر کال له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زره او له ایران څخه تر ۵۲۰ زره زيات کډوال افغانستان ته ستانه شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه