طالبان: امريکا دې د خپلو دوو وګړو د ازادولو لپاره زموږ شرایط ومني

@GMICafghanistan on X

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله وايي، چې د دې ډلې له زندان څخه د دوو امريکايي وګړو د ازادولو لپاره بايد امريکا د طالبانو شرطونه ومني. د ده په وينا، طالبان د امريکا له زندانونو او ګوانتنامو څخه د افغان وګړو د ازادیدو غوښتونکي دي.

مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۳ د چنګاښ) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د دوحې د غونډې د پايلو په اړه وويل، چې په دوحه کې يې له امريکايي پلاوي سره د دوو امريکايي وګړو د ازادولو په اړه خبرې کړې دي.

مجاهد وويل: «د افغانستان شرایط باید ومنل شي، زموږ اتباع هم په امريکا او ګوانتنامو کې زنداني دي، د دوی (دوو امريکايي وګړو) په بدل کې بايد خپل اتباع را خوشې کړو، کله چې هغوی ته امريکايي اتباع مهم وي، موږ ته افغانان مهم دي».

ده مشخصه نه کړه چې طالبان د څومره او کومو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ودانت پاټيل هم په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې امريکايي پلاوي له طالبانو سره په ليدنه کې د دې ډلې له زندان څخه د امريکايي وګړو پر بې قيد او شرطه او بېړني خوشې کېدو ټينګار کړی دی.

پاټيل ويلي، چې د امريکا ځانګړي استازي ويلي چې داسې نيونې د نړيوال رسميت پیژندنې لپاره د طالبانو د غوښتنو پر وړاندې خنډ کېږي.

د رایان کوربت په نوم يو امريکايي وګړی له طالبانو سره زنداني دی.

دی د ۲۰۲۲ کال پر مهال افغانستان ته په يوه کاري سفر راغلی و او د طالبانو له لوري له يوه جرمني او دوو افغان همکارانو سره يو ځای ونيول شو.

نوموړي له ۲۰۱۰ کال راهيسې بيا د طالبانو تر واکمنېدو پورې په کابل کې ژوند کړی و.

امريکايي چارواکو بيا – بيا د کوربت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ده د خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه