خاورو ته د انعکاس ټلوېزیون ښځینه کارکوونکو سپارل؛ دوی څوک وې او ارمانونه یې څه و؟

خبریال: جان اغا صالح

تېره ورځ (سه شنبه، ۱۲ د کب) په جلال اباد کې د انعکاس په نامه د یوه خصوصي تلوېزیون درې کارکوونکې داسې مهال په وسله وال برید کې ووژل شوې، چې له دندې کور ته پر لاره وې. سعدیه سادات، شهناز رووفي او مرسل وحیدې د یاد تلوېزیون د دوبلې برخې کارکوونکې وې.

سعدیه سادات، چې کابو دوه کاله یې د انعکاس تلوېزیون له پاره ترکي، هندي او نور سیریالونه په پښتو کړل، هغه ځوانه انجلۍ، چې له خپلو ارمانونو سره تر خاورو لاندې شوه. هغه که څه هم پر سکرین نه راتله؛ خو په ډرامو کې یې د غږ مینوال ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو و.

د سعدیې سادات جنازه د جلال اباد په هډې فارم سیمه کې د هغوی د کور تر څنګ وشوه.

د سعدیې سادات جنازه د جلال اباد په هډې فارم سیمه کې د هغوی د کور تر څنګ وشوه.

سعدیه سادات او دوه نورې همکارانې یې پرون مازیګر (سه شنبه، ۱۲ د کب) د جلال اباد ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیه کې وسله والو په ډزو وویشتې، چې یوې یې ځای پر ځای او دوو نورو روغتون کې ساه ورکړه.

سعدیه سادات، شهناز رووفي او مرسل وحیدې د انعکاس خصوصي تلوېزیون د دوبلې یا ژباړې برخې همکارانې وې او هېڅکله پر ټلوېزون نه وې راښکاره شوې.

د انعکاس ټلوېزیون دې درې واړه کارکوونکو د دوبلې (ژباړې) برخه کې کار کاوه او په پرده نه وې راغلې.

د رسنۍ د دغو درې واړو وژل شویو کارکوونکو خپلوان او ګاونډیان وايي، دوی بې وزله او له کړاوه ډک ژوند درلود. ظاهرآ داعش ډلې د دغو درې واړو انجونو د وژل کېدو پړه منلې؛ خو بلې وسله والې ډلې په کې لاس لرل رد کړي دي.

سعدیې سادات تر څوارلسم ټولګي زده کړې کړې وې او هیله یې وه، چې د حقوقو پوهنځی ولولي. ورور یې روښان وايي، خور یې له یو عالم ارمانونو سره خاورو ته لاړه.

«دوه کاله کېدل چې خور مې انعکاس سره کار کاوه. دې ډېرې هیلې لرلې، ډېره عاجزه او فقیره جلۍ وه، ویل یې د ښځو د حقوقو له پاره مبارزه کومه؛ ټول ارمانونه یې له لاسه ورکړل.»

د سعدیې سادات ورور روښان وایي، خور یې ارمان لاره چې حقوقو پوهنځی ولولي، خو له یو عالم ارمانو سره خاورو ته لاړه.

د انعکاس تلوېزون مسوولین وايي، همکارانو یې د لوړو زده کړو هیله لرله، خو کمزوری اقتصاد یې پر وړاندې خنډ و. د دې رسنۍ مشر انجینیر زلمی لطیفي وايي، کارکوونکو ته یې په عموم کې ګواښ و، خو نوموړی مشخصآ د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه ونه غږېد.

«دغو انجونو چې دلته کار کاوه، دوی باید عالي تحصیلات بشپړ کړي وای، خو په تاسف سره دوی اقتصادي ستونزې لرلې، دوی ته موږ زمینه برابره کړه، روزنه مو ورکړه، مشخص معاش مو ورته وټاکه، چې یو څه ګوزاره یې پرې وشي. درېواړه د غریبو کورنیو وې.»

د دغو درې واړو انجونو تر وژل کېدو وروسته تېر ماښام ناوخته ننګرهار امنیې قومندان جمعه ګل همت رسنیو ته د دغو درې واړه رسنیز کارکوونکو د یوه وژونکي د نیولو خبر ورکړ؛ مګر نن سهار (چهارشنبه، ۱۳ د کب) د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، والي ضیاالحق امرخېل امنیتي مسوولینو سره ناسته کې پر هغوی فشار راوړی، څو د انعکاس تلوېزیون د کارکوونکو وژونکي پيدا کړي، کنې له دندو دې استعفا ورکړي.

دی وايي، سملاسي ډول یې د جلال اباد ښار د ټولو حوزو جنايي او منطقوي کنټرول مسوولین تغیر کړي او د حوزو مسوولینو او د ښار د ټولو پولیسو په تغیر کې هم اقدامات کوي.

«ننګرهار والي په ځانګړې بېړنۍ ناسته کې امنیتي مسوولینو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د انعکاس تلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو د شهادت د قضیې اړوند عاملین زر تر زره ونیسي او که چېرې بریالۍ کېږي، نه استعفا ورکړي.»

خبریالان وايي، تر دې دمه حکومتي چارواکو د دوی د ژوند خوندیتوب له پاره هېڅ نه دي کړي. دوی له حکومت او وسله وال غواړي، چې د بیان ازادۍ ته د احترام په خاطر دې د خبریالانو ژوند ته ځانګړی پام وکړي اودغه بې پرې پوړ دې د خپلو بریدونو هدف نه ګرځوي.

نیږدې درې میاشتې مخکې هم د انعکاس خصوصي ټلوېزیون یوه خبریاله او د خپرونو چلوونکې ملاله میوند هم وسله وال برید کې وژل شوې وه، چې بیا یې پړه داعش ډلې ومنله.

روان لمریز کال د افغان خبریالانو له پاره خونړی کال بلل شوی. د دې کال په وروستیو شاوخوا څلورو میاشتو کې لس خبریالان د وسله والو بریدونو کې وژل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه