طالبانو کونړ او پکتیکا کې کې پنځه کسان په درو وهلي دي

Photo: supremecourt.gov.af

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په مرورې ولسوالۍ کې یوه مېرمن او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

په دې ولایت کې یوې سرچینه د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې طالبانو دغه کسان نن (پنج شنبه، ۷ د چنګاښ) د مرورې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د حکم پر بنسټ په دُرو وهلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو دغه کسان په عام محضر کې په دیرش – دیرش دُرو وهلي، چې دیني عالمانو، ځوانانو، سپین ږیرو او د طالبانو مسوولینو او وسله والو  په کې برخه درلوده.

سرچینې د طالبانو له لوري په دُرو د وهل شویو کسانو او پر دوی د دُرو د حکم په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د یادې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي، خو د طالبانو سترې محکمې بیا دغه موضوع تایید کړې.

همدا راز، د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې د پکتیکا ولايت په «يوسف‌خېلو» ولسوالۍ کې يې هم درې تنه د «نامشروعو اړيکو» او «غلا» په تور په درو وهلي دي.

دې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا کسان تېره ورځ د يوسف خېلو ولسوالۍ د ابتدايه محکمې په امر په درو وهل شوي.

د طالبانو سترې محکمې ويلي چې له تورنو څخه دوه کسان هر يو ۳۰ درې او يو بل تن يې ۱۱ درې وهل شوی دی.

د طالبانو دې محکمې د دې افرادو د درو وهنې په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو  تر دې وړاندې يې هم په ځلونو خلګ په عام محضر کې په درو وهلي دي.

همدا راز طالبانو پر افغانستان له خپلې واکمنۍ راهيسې د سلګونو نندارچیانو په حضور کې پنځه تنه اعدام کړي هم دي.

د بشري حقونو بنسټونه د افرادو بدني او علني مجازات او اعدام د نړيوالو قوانين او انساني کرامت خلاف بولي او د درېدو غوښتنه يې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه